اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنه کې یوې ښځې ژوند بایللی او ماشوم یې ټپي شوی دی.
د سیمې اوسېدونکی ګل محی الدین وایي، چې پېښه تېره ورځ (شنبه، ۳۱ د غبرګولي» غرمه مهال ۱۱:۲۰ دقېقې د شېرزادو ولسوالۍ اړوند «شاولی» سیمه کې د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې.
د هغه په خبره په یاده غریزه سیمه کې یوې ۴۵ کلنې مور او ۸ کلن زوی یې څاروي څرول چې پر یوې ناچاوده مرمۍ برابر شوي دي.
د نوموړي په وینا، ځایي خلکو ټپي شوی ماشوم د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدولی چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضیعت د اندېښنې وړ بللی دی.
په همدې حال د ننګرهار په سیمه ییز روغتون کې یوې باوري روغتیایي سرچینې وویل، چې له شېرزادو ولسوالۍ ورته یو ماشوم په ټپي حالت کې راوړل شوی، چې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې بې خپله پښه له لاسه ورکړې.
سرچینه زیاتوي، چې هغه اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، خو د زیاتې وینې ضایع کېدو له امله یې روغتیایي وضیعت اندېښمنونکی دی.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د یوشمېر نا چاوده توکو د چاودنې له کبله ورته پېښې رامنځته شوي چې قربانیان یې تر ډېره ښځې او ماشومان وي.