اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې، ترڅو «پراخې بین الافغاني خبرې-اترې همغږې او نړیوالې هڅې متحدې» کړي.
ښاغلي فایق تېره شپه (دوشنبه، ۲ د چنګاښ) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې همدا راز غوښتنه وکړه چې د سولې او ټیکاو د اصلي محور په توګه باید سیاسي بهیر او ټولګډونه حکومت او همدارنګه په نړیواله ټولنه کې د افغانستان بیا ادغامېدو ته لومړیتوب ورکړل شي.
ده همدا راز له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان د راتلونکي په تړاو په خبرو-اترو او پرېکړه کوونکو جوړښتونو کې باید ښځو او د افغانستان مدني ټولنې ته د اصلي لوبغاړو رول ورکړي، نه داچې یوازې ګډونوال وي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست د «افغانستان پر موزاییک طرحې» هم سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې په دې اړه جدي اندیښنې شته.
ده وویل، چې دا طرح د افغانستان خلکو له واقعي مالکیت څخه برخمنه نه ده او په تدوین کې یې له ډیموکراټیکو ځواکونو، سیاسي لوبغاړو، د مدني ټولنې له بنسټونو، ښځینه سازمانونو او د ځوانانو له استازو سره معناداره مشوره نه ده شوې.
ښاغلي فایق همدا راز وویل، چې د افغانستان ډېری خلک دا «له پورته پر ښکته تحمیلي طرح او بې شموله» ګڼي او له امله یې مشروعیت له پوښتنې سره مخ دی.
د ده په وینا، چې په دې طرح کې د هیلو په کچه هم انډول نشته مګر د طالبانو غوښتنې څرګندې او زماني جدول لري، خو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې مبهمې، بې شرطه او بې شاخصه مطرح شوې دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست ویلي، چې که په دې طرح کې ټاکل شوی چوکاټ ملي پخلاینې او د افغانستان نړیوال ادغام ته لار پرانیزي، باید بهیر پراخ، شفاف او ځواب ویونکی وي او د افغانستان خلک باید د دې هڅو په مرکز کې وي، نه په حاشیه کې ځکه چې کلونه یې له ډیموکراسۍ، بشري حقونو او کثرت ګرایي څخه دفاع کړې ده.
ملګرو ملتونو د دې سازمان د امنیت شورا له امر سره سم او د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» د راپور په چوکاټ کې د «افغانستان موزاییک طرحې» په نوم تازه طرح چمتو کړې ده.
په دې طرح کې د طالبانو په رسمیت پیژندنې، د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د خوشې کېدو او د بندیزونو لېرې کېدو غوښتنه شوې ده، مګر د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې په کلي توګه مطرح شوې دي او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په رعایت او د پراخ بنسټي حکومت په جوړېدو کې خلاصه شوې دي.
پر دې طرحې تر دې وړاندې هم د سیاسي فعالانو، مدني ټولنو او افغان ښځو له لوري پراخې نیوکې شوې وې.