له اوربنده سرغړونې؛ ډونالډ ټرمپ: اوربند لا هم پر ځای دی

Photo Credit: AP

اطلاعات روز: د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران او اسراییلو تر منځ د اوربند تر اعلان وروسته د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتس ایران د اوربند په ماتولو تورن کړ او ګواښ یې وکړ چې ځواب به ورکړي، خو ډونالډ ټرمپ ویلي چې اوربند لا هم پر ځای دی او د ارامۍ غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن (سې‌شنبه، ۳ د چنګاښ) پر خپله ټولنیزه پاڼه «سوشیل ټروت» ولیکل چې «اسراییل به پر ایران برید ونه کړي او ټولې الوتکې به بیرته کور ته راستنې شي. هیڅوک به خوږ نشي او اوربند پر خپل ځای دی.»

اسراییلي چارواکو ادعا کوله چې د اوربند تر اعلان وروسته ایران پر دوی توغندیز بریدونه کړي دي، خو تسنیم خبري اژانس د سپاه پاسداران له قوله ویلي چې دوی د اوربند تر اعلان وړاندې پر اسراییلو یوازې ۱۴ توغندي ویشتلي دي.

همدا راز، الجزیرې رسنۍ خبر ورکړی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته زنګ وهلی او ترې غوښتي یې دې چې له اوربنده دې سرغړونه نه کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره اروپا ته تر خپل سفر وړاندې خبریالانو ته وویل چې له دواړو هیوادونو په ځانګړې توګه اسراییلو څخه ناخوښ دی.

همدا راز، ډونالډ ټرمپ خپله ټولنیزه پاڼه «سوشیال ټروت» ولیکل چې «اسراییل باید بمونه ونه غورزوي، که دا کار وکړي [د اوربند] فاحش نقض دی. پیلوټان دې کور ته ستانه شي.»

بل لور ته، د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ایران له لوري تر سرغړونو وروسته یې په تهران کې د رادار ځیني تاسیسات ویشتلي دي.

مګر په اعلامیه کې ویل شوي چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ډونالډ ټرمپ سره تر ټلیفوني خبرو وروسته هوکړه کړې چې نور بریدونه به نه کوي.

په عین مهال کې د ترکیې په شمول ځینو هیوادونو له دواړو لورو غوښتي چې د متحده ایالاتو له لوري رامنځ ته شوي اوربند ته دې درناوی وکړي او سرغړونه دې نه کوي.

د اسراییلو او ایران تر منځ نن سهار پر ۷:۳۰ بجې تر ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وشو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه