د کندهار د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو ریاست لپاره د طالبانو د تخنیکي چارو امر، انجنیر مومنخان داوودزی وایي، چې د کندهار ښار په اوومه ناحیه کې د پاکو اوبو یوه لویه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
هغه وايي چې د دغې شبکې په جوړولو څه باندې ۴۵۰ زره امریکایي ډالر لګښت راغلی، چې له ۶۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته به د څښاک پاکو اوبو زمینه برابرې کړي.
د هغه په وینا، دغه پروژه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.
نوموړی تمه لري چې ، دا شبکه به د اوبو رسولو په برخه کې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې تر یوه بریده راکمې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ګڼو سیمو کې لا هم زرګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته له محدود لاسرسي سره مخ دي.
