اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ ناچاودې مرمۍ چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي، دغه پېښه تېره ورځ (سې شنبه، ۳ د چنګاښ) د دره نور ولسوالۍ په «لمټک» سیمه کې شوې ده.
د حماد په خبره، پېښه هغه مهال شوې کله چې ماشومانو په دغې ناچاودې مرمۍ لوبې کولې.
نوموړی زیاتوي، چې ټپي ماشومان د درملنې په پار د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتـیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په شېرزادو او کامې ولسوالیو کې هم د ناچاوده مرمیو د چاودنو له امله د یوې ښځې په ګډون څلور ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د یادونې ده، چې د هېواد په ډېری ولایتونو کې له تېرو جګړو د ناچاوده توکو چاودنو له امله وخت ناوخت دا ډول مرګونې پېښې رامنځته کېږي چې زیاتره قربانیان یې ښځې او ماشومان وي.