واکسین

ننګرهار کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډېدلی

اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په دې ولایت کې د پولیو واکسین کمپاین د نن ورځې لپاره درول شوی دی. دا کار وروسته له هغې کېږي، چې تېره ورځ دغه ولایت کې د پولیو درې ښځینه کارمنانې په دوو جلا بریدونو کې ووژل شوې.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست اړوند کتلوي معافیت څانګې مشر ډاکټرجان محمد صاحبزاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا کمپاین یوازې د نن ( چهارشنبه، ۱۱ د وري) ورځې لپاره په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسوالیو کې ځنډول شوی او ښايي سبا پنجشنبه بېرته پیل شي.

د ښاغلي صاحبزاده په وینا چې دې ولایت کې له پرونۍ پېښې وروسته پرېکړه شوې، چې د نن ورځې لپاره به ننګرهار کې د پولیو کمپاین ځنډول کېږي. نوموړی وايي، په ټول ننګرهار کې ۷ لکه له پنځو کالو کم ماشومان د پولیو واکسین موخه دي او ټولو ختیځو ولایتونو کې باید دا واکسین ۱۱ لکه ماشومانو ته ورکول شي.

هغه زیاته کړه: «د پولیو واکسینو کمپاین په جلال اباد ښار، بهسودو او سره رود ولسوالیو کې ځنډول شوی او لامل یې همدا وروستۍ امنیتي پېښې چې ورسره د پولیو کمپاین وځنډول شو.»

بل لور ته یو سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د پولیو واکسینو کمپاین د تیرې ورځې له پېښې وروسته په ټول ننګرهار کې درول شوی دی.

ناپېژنده وسله والو تېره ورځ د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په اوومې او څلورمې ناحیه کې د پولیو درې کارکوونکې دوو جلال بریدونو کې ووژلې. د بښنې نړیوال سازمان هم له افغان حکومت غوښتي، چې ننګرهار کې د پولیو د کارکوونکیو د وژنې په اړه پلټنه وکړي.

د پولیو درې کارکوونکې سمینه، بصیره او نګینه د ننګرهار او لغمان اوسېدونکې وې. د چارواکیو د مالوماتو له مخې، بصیرې او سمینې ته د پولیو واکسین د درېو ورځو بدل کې دوه نیم زره او نګینې ته ۷۵۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېده.

تېره شپه د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل نارنج ګل مشاعرې کې د خبرو پر مهال وویل، له امنیتي ارګانونو یې په «کلکه» غوښتنه کړې، چې د پولیو د وژل شویو کارکوونکیو قاتلان پیدا او قانون ته یې وسپاري.

تر دې پېښې مخکې هم ننګرهار کې مختلفو پېښو کې مېرمنې په نښه شوي؛ خو تر اوسه چارواکیو د یوې پېښې د «اصلي» عاملینو د نیولو خبر نه دی ورکړی.