ریچارډ بېنټ: د طالبانو د دوو جګپوړو مشرانو د نیولو امر د عدالت په لور یو لوی ګام دی

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ د طالبانو د مشر او قاضي‌القضات د نیولو لپاره د جرمونو نړیوالې محکمې د حکم له پرېکړې هرکلی کړی او دا یې «د عدالت پر لور په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو لپاره یو ستر ګام» بللی دی.

بېنت تېره شپه (سې شنبه، ۱۷ د چنګاښ) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د سترې محکمې مشر یا قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د حکم صادرېدل دا ښيي چې له سزا څخه معافیت به دوام ونه‌لري.

هغه دا هم ویلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې پریکړه هیوادونو ته یو روښانه پیغام ورکوي، چې یو داسې رژیم عادي نه کړي چې د افغانستان د نیمایي نفوس اساسي حقونه او کرامت څخه انکار کوي.

د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې «د بشریت پر خلاف د جنایت» د کولو له امله د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر ورکړی.

دې ډلې پرون سې‌شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا حکم د افغانستان د وضعیت په اړه د څېړنو په چوکاټ کې ورکړل شوی دی.

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي چې د دې محکمې دویمې مقدماتي څانګې تشخیص کړې ده چې ملا هبت الله او عبدالحکیم حقاني د روم له اساسنامې سره سم د «ځورونې او تعقیب» له مخې د بشریت پر خلاف جرم ترسره کړی او په دې اړه معقول دلایل شته دي.

دې محکمې ویلي: «دا جرمونه د فرمانونو د ورکړې، هڅونې او یا ترغیب له مخې د ښځو او نجونو پر خلاف د هغوی د جنسیت، یا هم نورو هغو افرادو پر خلاف چې د جنسیت، هویت یا هم جنسیتي ابزار په برخه کې یې د طالبانو له سیاستونو سره همغږي نه لرله او یا هم له سیاسي پلوه د هغو افرادو پر خلاف چې د ښځو او نجونو ملاتړي پېژندل کېدل، ترسره شوي دي.»

د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي چې دا جنایتونه د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ څخه د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې پیل شوي او لږ تر لږه د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر ۲۰ یې دوام کړی دی.

د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د رییس د نیولو د حکم له صادرېدو هرکلی کړی دی.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو امر ته په غبرګون کې ویلي چې «موږ د نړیوالې محکمې په نوم هیڅ بنسټ نه پېژنو».

مجاهد په خپله اعلامیه کې د هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو امر «مزخرفات» ګڼلي او ویلي یې دې چې دا ډول اعلانونه به یې «پر راسخ عزم او شرعي موقف» هیڅ ډول اغېز ونه کړي.

ده ټینګار کړی: «موږ د نړیوالې محکمې په نوم هیڅ کوم بنسټ نه پېژنو او نه ورته التزام لرو.»
ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې د طالبانو رهبري او مشران د اسلامي شریعت د قوانینو له مخې «په افغانستان کې بې مخینې عدالت حاکم کړی دی».

ده ویلي: «د اسلامي شریعت قوانین د بشر خلاف او ظلم بلل او د هغو د تطبیق کوونکو د نیولو او محاکمه کولو اخطارونه ورکول، د اسلام له مقدس دین او شرعي قوانینو سره دښمني په ډاګه کوي او د ټولو مسلمانانو اعتقاداتو ته سپکاوی ګڼل کېږي.»

طالبان ادعا کوي چې دوی د شریعت پر بنسټ حکومت کوي، خو د دغه ډلې په واکمنۍ کې ښځې او نجونې د زده‌کړې اجازه نه لري، داسې حالت چې په هېڅ اسلامي هېواد کې نه لیدل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه