د کډوالو راستنېدنه؛ اوچا: د منابعو د محدودیت له امله د ټولنیزو شخړو خطر پر زیاتېدو دی

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې له ایران څخه د کډوالو د شړلو بهیر روان دی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې کوربه ټولنې تر سخت فشار لاندې دي او د منابعو پر سر د ټولنیزو شخړو خطر مخ پر زیاتېدو دی.

دې سازمان په هغه راپور کې چې پرون (سې‌شنبه، ۱۷ د چنګاښ) یې خپور کړی، ویلي چې د روان کال د جون د ۳۰مې پورې شاوخوا ۹۴۹ زره کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. په دې لړ کې ۷۵۱ زره له ایران او ۲۰۷ زره له پاکستان څخه راستانه شوي دي.

اوچا ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ شخړه او په ایران کې د افغانانو ځورونه د دې لامل شوي چې په زیاته کچه کډوال افغانستان ته راستانه شي. 

د اوچا په وینا، د تېر بر خلاف چې زیات راستنېدونکي مجرد وګړي وو، مګر اوس مهال تر ۶۰ سلنه زیاتې کورنۍ دي چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي او له زیاتو ستونزو او اړتیاوو سره مخ دي.

دې دفتر زیاته کړې چې کوربه ټولنې له فشار سره مخ دي؛ سرچینې محدودې دي، عامه خدمات تر پخوا تر زیات فشار لاندې دي او د ټولنیزو شخړو خطر مخ پر زیاتېدو دی.

اوچا ټینګار کړی چې راستنېدونکي بېړنیو مرستو لکه سرپناه، خوړو، روغتیایي خدماتو او د معیشت زیاتو فرصتونو ته اړتیا لري تر څو خپل ژوند ورغوي.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید مسوولانه عمل وکړي او خپلې مرستې زیاتې کړي، ترڅو د کړکېچن وضعیت مخنیوی وشي.

هره ورځ په هرات کې د اسلام کلا له لارې په زرګونو تنه له ایران څخه افغانستان ته راستنېږي. پر دې لاره د کډوالو د راستنېدو له امله ګڼه-ګوڼه زیاته شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه