ننګرهار کې د ډاکټرانو پرېکړه؛ نور به د شفري نسخو پر ځای کمپیوټري نسخې لیکو

اطلاعات روز: ننګرهار کې ډاکټرانو په یوه بې‌ساري اقدام سره پرېکړه کړې چې له دې وروسته به ناروغانو ته درمل د شفري نسخو پر ځای یوازې د کمپیوټري نسخو له لارې توصیه کېږي.

په جلال اباد ښار کې د پوستکي ناروغۍ یو ډاکټر نوید الهام وویل، چې دا پرېکړه یې له ځینو ډاکټرانو سره له اوږدو ناندرېو او چنې وهلو وروسته کړې او موخه یې ناروغانو ته د اسانتیا او روڼتیا رامنځته کول دي.

الهام زیاتوي: «مونږ نږدې ۴۴ ډاکټرانو سره راټول شوو او پرېکړه مو سره وکړه، چې نور به نه لوستل کېدونکې او یا شفري نسخې خپلو ناروغانو ته نه لیکو او د دې پر ځای به کمپوټري نسخې لیکو؛ چې ناروغ ته هم اسانه وي او له هر چا چې درمل اخلي نو د نسخې په لوستو کې به ستونزه نه وي، نو د دې پرېکړې مخالفت یو شمېر ډاکټرانو کړی، خو مونږ ورته قناعت ورکړی چې باید سوداګري ونه کړو او خلکو ته ښه روغتیایي خدمات وړاندې کړو.»

د ننګرهار اوسیدونکو د ډاکټرانو د دې اقدام تود هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې، چې په ټول هېواد کې دې روغتیاپال پرېکړه وکړي، چې له دې وروسته به د شفري نسخو پر ځای کمپیوټري نسخې لیکو.

د ننګرهار اوسېدونکي وایي، چې دا پرېکړه د خلکو د اوږدمهالو شکایتونو او پر روغتیایي چارواکو د رسنیو د فشار په غبرګون کې شوې ده.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی ذاکرالله وايي، شفري نسخې د سرګردانۍ، د درملو ترلاسه کولو په برخه کې د ځنډ او جدي ستونزو لامل کیږي. هغه ادعا کوي چې ځینې ډاکټران د خپلې ګټې لپاره شفري نسخې لیکي، چې یوازې اړوند درملتون یې ولولي او ناروغان اړ شي چې درمل یوازې له هماغه درملتونه وپېري.

ذاکرالله وویل: «دا خو ډېر ښه اقدام دی چې شفري نسخې بندې شي او دا کار باید په ښار او ولسوالیو کې ترسره شي، دغه راز د غیر مسلکي ډاکټرانو مخنیوی دې هم وشي او د بې کېفیته درملو د واردېدو د مخنیوي لپاره دې هم چټک اقدامات وشي تر څو خلکو ته په سم ډول روغتیایي خدمات وړاندې شي.»

په همدې حال کې د طالبانو تر ولکې لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي،  چې دوی د شفري نسخو د ارزونې لپاره يوه کمېټه جوړه کړې چې شفري نسخې معلومې کړي.

ولسي خلک وایي، روغتیاپالان دې پر خلکو احسان نه کوي بلکې د کمپیوټري نسخو دا نوښت نه یوازې د ناروغانو ستونزې کموي، بلکې د یوه معیاري روغتیايي سیستم پر لور د مهم بدلون نښه هم ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته