لوګر کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو نښته

لوګر کې د طالبانو یو ډلمشر په ګډون ۸ وسله والو ته مرګ-ژوبله اووښتې

د لوګر ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز پل عالم کې د وسله والو طالبانو ځوابیه برید کې پنځه طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپي شوي دي.

د لوګر والي ویاند دیدار لونګ نن (سه شنبه، ۲۰ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه تېره شپه د مرکز پل عالم اړوند «الوزیو» سیمه کې شوې ده. د ښاغلي لونګ په وینا، طالب جنګیالیو د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته وسله وال برید کړی، چې د ځوابي ډزو له امله ۵ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د نوموړي په وینا په دې نښته کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.

اخوا بیا د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېتر لیکلي، چې د دوی جنګیالیو د لوګر ولایت مرکز اړوند «دوغ اباد» سیمه کې د دولتي ځواکونو یوه پوسته نسکوره کړې.

د ښاغلي مجاهد په وینا، جنګیالیو یې په دې برید کې د یو قوماندان په ګډون ۹ پولیس وژلي او یو شمېر وسلې یې لاسته ورغلي دي.

 لوګر د کابل سوېل کې یو ناامنه ولایت دی، چې طالبان یې په یو شمېر سیمو کې فعاله حضور لري.