کونړ کې د طالبانو او حکومتي ځواکونه نښتې؛ دواړه لوري د ګڼې مرګ ژوبلې ادعا کوي

اطلاعات روز: چارواکي وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې پر یو شمېر حکومتي پوستو بریدونه کړي، چې د نن ورځې تر غرمې د دواړو لوریو تر منځ جګړه شوې ده.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن (شنبه، ۱۴ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دا جګړه د چپې درې ولسوالۍ په «ګلسلک» او ورڅېرمه سیمو د دواړو لوریو ترمنځ شوې چې وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وایې، سیمې ته تازه دمې ځواکونه هم رسیدلي دي او د پېښې په اړه به بشپړ جزیات وروسته رسنیز کړي.

مصمم زیاته کړه: «د چپې درې په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې، طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

په ورته مهال د ملي اردو د دویمې پلې لوا کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، جګړې کې دواړو خواو ته مرګ – ژوبله اوښتې او یو شمېر سرتیري وسله والو طالبانو له ځانه سره بېولي دي.

بل لور ته د کونړ ولایتي شورا مخکیني غړي نورالدین ساپي اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده جګړه تایید کړه او ویې ویل، د تیرې شپې جګړه کې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د تیرې شپې په جګړه کې چې د چپې درې په ولسوالۍ کې شوې د ملي اردو درې سرتیري وژل شوي او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره مالومات یې نشته.»

هاخوا طالب ویاند ذبېح الله مجاهد یوې اعلامیې کې ویلي، د کونړ په چپې درې کې یې یوه پوسته سقوط کړې، درې سرتیري یې وژلي او پنځه یې ژوندي وړي دي.

د طالبانو اعلامیې کې راغلي، بېګانۍ جګړه کې یې ګڼ شمېر وسلې هم له حکومته نیولي دي؛ خو حکومتي غاړې بیا د طالبانو دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه