پکتیکا وال

پکتیکاوال: د ترکیې ناسته کې دې لومړی په اوربند خبرې وشي

خبریال: حبیب الله سراب

په سویل ختیځ زون کې له خوست وروسته د پکتيکا ولايت اوسېدونکو هم د یوې پراخه راټولېدنې پرمهال د شته نظامه د ملاتړ سربېره د روانې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه. 

د دې ولایت د ۲۲ ولسوالیو شاوخوا سلګونه اوسيدونکو د امنيتي ځواکونو قرباني وستایلې او له موقت حکومت سره یې مخالفت څرګند کړ. 

غونډې ته د کټواز زون قومي مشر نورمحمد وويل، اوسنی نظام د ټولو افغانانو په خیر دی او پاید د لاښه والي لپاره یې هڅې وشي. 

د نوموړي په خبره چې له دې وړاندې لنډ مهاله ادارې د کورنیو جګړو لامل شوې او د هیواد په ورانولو او د بې ګناه افغانانو په وژنې تمامې شوې دي. 

نور محمد وايي: «مونږ د موقت حکومتونو ترخې تجربې لېدلې او نور نه غواړو، چې دغه جوړ او یو موټی نظام له منځه یوسو او یا یې هم پښې ووهو، د پکتیکا ولس په کلکه له جمهوریت ملاتړ کوي او بل چاته هم اجازه نه ورکوي، چې پر وړاندې یې ستونزې ولاړې کړي.»

نور محمد زیاته کړه، چې د روانې جګړې له امله د وسله وال طالبانو او امنیتي ځواکونو د سرتېرو کورنۍ د غم په ټغر کیني، نو پکار ده، چې د خپلمنځي وژنو پر ځای په دې خاوره کې د سولې ټغر خور شي. 

هغه وویل: «مونږ که په دې جګړه کې له هر لوري قرباني ورکوو، که طالب وژل کیږي او یا هم د دې خاورې سرباز، دا دواړه د افغانې مور بچیان دي او د افغان کور ورباندې خرابېږي او له بدبختیو سره مخ کیږي.»

پکتیکا کې راغونډ شوي خلک وایي، د ترکیې راتلونکې ناسته دې لومړی په اوربند خبرې وشي.

پر همدې مهال د پکتیکا د ولايتي شورا غړي مبين فقير زاده هیواد کې د جګړې د پراخېدو او اوږدېدو لوی لامل د ګاونډیو استخباراتو لاسوهنه بولي او وايي، که وسله وال طالبان او افغان امنيتي ځواکونه جوړه وکړي، د ګاونډیو د ناسمو کړنو مخه به ونیول شي. 

نوموړی داسې وايي: «مونږ که دلته په خپل مینځ کې له خپلمنځي وژنو تېر شو او د یو واحد افغانستان لپاره مټې رابډ وهو، طالب هم د جګړې پر ځای د هیواد د ابادۍ لپاره کار وکړي، بیا نو زه درته په ډاډ سره ویلی شم، چې هغه ناسم او زمونږ د بې خیري ګاونډیان به ونه توانیږي، چې دلته لاسوهنې وکړي او یا هم زمونږ د پرمختګ مخه ونیسي.»

یو بل قومي مشر محمد شاه کامراني وايي، سولې ته کار کول د ټولو افغانانو مسوولیت دی، هغه وايي، ننۍ راټولېدنه هم د حکومت او طالبانو په اشاره نه بلکې د پکتیکا ولسي خلکو په خپله خوښه مټې رابډ وهلې او نوره د جګړې دوام نه غواړي. 

نوموړي وویل: «دا نن چې مونږ راټول شوي یو، مونږ د کوم چارواکي یا د کوم طالب قومندان په اشاره نه یو راټول شوي، مونږ ولس نور له جګړې ستړي شوي یو، نور نه غواړو، چې ځوانان په بېځایه ډول قرباني شي، سولې ته کار کوو او له نورو افغانانو هم غواښتنه کوو، چې سولې ته کار وکړي، تر څو هدف ته ورسیږو.»

قومي مشر کامراني د دې سربېره چې جګړه باید ودریږي، له سیاسیو دا هم غواړي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره په اوس وخت کې د سولې روانې هڅې له ستونزو سره مخ نکړي. 

کامراني وویل: «مونږ له سیاسیو هم دا غوښتنه کوو، چې د سولې خبرو لپاره له روانو هڅو ملاتړ وکړي، نه دا چې د خپلو شخصي ګټو لپاره خنډونه ورته جوړ کړي، که سوله راغله، په دې کې به ټول افغانان ځان خوندي احساس کړي، خو که ځینې سوله غواړي او ځینې نور یې بیا نه غواړي، نو په دې کې به نه د سیاسیون ژوند خوندي وي او نه هم د مظلوم افغان.»

قومي مشر کامراني د دې سربېره چې جګړه باید ودریږي، له سیاسیو دا هم غواړي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره په اوس وخت کې د سولې روانې هڅې له ستونزو سره مخ نکړي. 

ديني عالم او د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالي اوسيدونکی مولوي غازي محمد په ترکیې هیواد کې جوړېدونکې ناستې ته هیله مندي څرګنده کړه او وویل، وسله وال طالبان باید له نورو شرطونو تېر او د افغانانو له غوښتنې سره سم اوربند وکړي.

غازي محمد وویل: «په ترکیه کې چې د افغان سولې لپاره ګډه ناسته ترسره کیږي، نو مونږ ځکه ورته هیله مند یو، چې هلته په لومړي ځل د طالبانو د استازو تر څنګ د افغان حکومت غړي هم ګډون کړی و.»

پکتیکا کې د مېلمه مدنې او رسنيز بنسټ مشر يعقوب منظور د سولې لپاره د ملي اردو او نورو نظامي ارګانونو د لغوه کېدل د ولس په خیر نه بولي او وايي، که افغان حکومت له طالبانو سره دا شرط ومني، هیواد کې به د خلکو څلویښت کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي.

منظور زیاته کړه: «مونږ یوه داسې سوله غواړو او ورته سترګې پر لاره یو، چې د امنیتي ځواکونو دا اوسنۍ لیکې همداسې پیاوړې پاتې شي، نه دا چې ملي اردو دې لغوه او نور امنیتي ارګانونه دې له منځه یوړل شي.»

تمه ده، چې راتلونکې میاشت په دوحه کې د سولې په موخه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ناسته ترسره شي، افغان ولس دې ناستې ته هیله مند او غوښتنه کوي، چې د سولې خبرو د ښه په مخ بیولو لپاره باید لومړی په اربند خبرې وشي.