په ننګرهار او لغمان کې په دوو جلا پیښو کې یو ځوان او یوه ماشومه مړه شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان کې د برق نیونې او دیوال چپه کیدو له امله یو ۲۸ کلن ځوان او یوې اته کلنې ماشومې نجلۍ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ننګرهار کې سرچینې وایي، چې تېر ماښام (سې شنبه، ۲۱ د زمري) د دې ولایت د مرکز جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند «قصابانو کوڅه» کې د برېښنا یو شارټ شوي مزي د عمران په نوم یو ځوان نیولی او مړ شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې مړ شوی ځوان په اصل د جلال اباد ښار اوسېدونکی و او د اقتصاد په برخه کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې وې.

له دې نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم په جلال اباد ښار کې یوه ځوانه نجلۍ برېښنا نېولې او مړه شوې وه.

ورته مهال لغمان کې له طبیعي پيښو سره د مبارزې او چمتوالي رياست طالب مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د يوه دېوال د غورځېدو په پېښه کې یوې کوچنۍ نجلۍ ژوند بایللی دی.

د یادې ادارې لپاره د طالبانو رییس قاري خير محمد غازي وایي، چې پېښه تېره ورځ د مرکز مهترلام ښار اړوند «ار- يک» سیمه کې د یو کور د دیوال د نړېدو له امله رامنځته شوې، چې پر مهال یې د زینب په نامه یوه ۸ کلنه نجلۍ مړه شوې.

هغه د یادې پېښې لامل د دیوال زوړوالی یادوي چې له امله یادې نجلۍ خپل ژوند بایللی دی. د نوموړي په خبره د قرباني شوې نجلۍ له کورنۍ سره یې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې او دغه راز یې پر سوداګرو هم غږ کړی چې له یادې کورنۍ دې خپلې مرستې نه سپموي.

له دې نږدې یوه اوونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې هم پر دوو کاریګرو د کار پر مهال دیوال راپرېوتی و، چې له امله یې دواړه مړه شوي وو. د يادونې وړ ده، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د دیوالونو او کوټو د غورځېدو لو برېښنا نیونې له امله لسګونه کسان مړه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه