د خبریالانو نړیوال فدراسیون: طالبانو په افغانستان کې خپلواک ژورنالیزم ختم کړی

اطلاعات روز: د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په دې هیواد کې خپلواک ژورنالیزم ختم کړی او پر رسنیو یې لا زیات بندیزونه لګولي او سانسور کړې یې دي.

دې بنسټ نن (جمعه، ۲۴ د زمري) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان رسنۍ د طالبانو له لوري له زیاتېدونکې ځپنې کړېږي او خبریالان په دوامداره توګه د تاوتریخوالي، نیونې، کړونې او وېرې له خطر سره مخ دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د افغانستان د خبریالانو د مرکز د راپور په استناد ویلي چې طالبانو د ۱۲ وروستیو میاشتو پر مهال د رسنیو او خبریالانو حقونه ۱۷۲ ځلې نقض کړي او دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

دې فدراسیون همدا راز په «سویلي اسیا کې د رسنیو د ازادۍ» د راپور په استناد ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له نیمایي څخه د افغانستان نیمې رسنۍ تړل شوې دي او د وروستي یوه کال پر مهال ۲۲ رسنۍ بندې شوې دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې اوس مهال شاوخوا ۴۷۰ رسنۍ په افغانستان کې فعالې دي، خو دا رسنۍ هم داسې منځپانګه خپروي چې د طالبانو له سختدریځو امرونو سره همغږي ولري.

دې فدراسیون همدا راز په دایکندي کې د نسیم راډیو د خبریال او مسوول د نیولو په شمول د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال د طالبانو له لوري د خبریالانو نیونې ته هم اشاره کړې.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د ښځینه خبریالانو په تړاو هم خبرې کړې او ویلي یې دې چې هغوی له «سختو ځپنو» سره مخ دي او تر ۲۰۲۱ کال وړاندې څخه یې شمېر له دوه زره او ۸۳۳ څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۷۴۷ ته راکم شوی دی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي چې «لا هم د افغانستان د ټولو خبریالانو تر څنګ په غوڅه توګه ولاړ دي، هغه چې د طالبانو د واکمنۍ په فوق العاده دښمنانه چاپېریال کې د قدرت په وړاندې حقیقت بیانوي.»

دې فدراسیون له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې داسې اقدامات وکړي چې ډاډ تر لاسه شي چې ټول خبریالان کولای شي له وېري پرته او په امنیت کې کار وکړي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې هیواد د رسنیزې ټولنې او په تبعید کې د خبریالانو ملاتړ وکړي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر رسنیو او خبریالانو سخت بندیزونه لګولي او په ځلونو یې د رسنیو پر دفترونو یرغل کړی او خبریالان یې نیولي دي.

دې ډلې د خپل امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې د ژویو د انځورونو پر خپرولو هم بندیز لګولی او د دې قانون د پلي کولو په لړ کې یې د انځوریزو رسنیو په شمول یو شمېر محلي رسنۍ تړلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه