د امریکا د استازو جرګې د «افغان متحدینو» د ملاتړ په موخه نوې لایحه وړاندې کړې

اطلاعات روز: د امریکا د استازو جرګې درو غړو اعلان کړی چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پخوانیو متحدینو د ملاتړ لپاره یې د «پایدار هرکلي» په نوم نوې لایحه وړاندې کړې ده.

دا دوه ګوندیزه لایحه د سیډني کاملاګر-داو، مایک مک کال، دینا ټیټوس او مایک لاولر له لوري وړاندې شوې ده.

که دا لایحه تصویب شي د «افغانانو د ځای پر ځای کولو د هڅو همغږي کوونکي دفتر (CARE)» به بیرته ورسره فعال شي.

همدا راز، د دې لایحې له مخې به د افغان پناه غوښتونکو لپاره یو خوندي او شفاف ډېټابېس رامنځ ته شي چې ورسره به یې له کورنیو سره د یو ځای کېدو پروسه، کنګرې ته د منظم راپور ورکولو او د سازمانونو تر منځ د همغږۍ د پیاوړي کولو پروسه چټکه شي.

د کنګرې استازي کاملاګر-داو ویلي: «د افغان متحدینو په تړاو زموږ پر خپلو ژمنو عمل باید ګوندي مسله نه وي، بلکې باید یو اخلاقي مسوولیت، ملي ویاړ او نړیوال اعتبار پورې تړاو ولري.»

ده ویلي: «په دې دوه ګوندیزې لایحې سره یو روښانه او واحد پیغام ورکوو: متحده ایالات پر خپلو ژمنو عمل کوي. موږ هغو زړور افغانانو ته نه شا کوو چې زموږ د سرتېرو د خوندیتوب لپاره یې ځانونه خطر ته ورکړل.»

د پخوانیو امریکایي سرتېرو «افغان ایوک» سازمان چې امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د انتقال هڅې کوي، د دې لایحې د معرفي کېدو او وړاندې کېدو هرکلی یې کړی او ویلي یې دې چې د خپلو شریکانو تر څنګ له کنګرې سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

«افغان ایوک» ویلي چې وړاندې شوې لایحې «د افغانانو د ځای پر ځای کولو د هڅو د همغږۍ» دفتر فعالیت د پنځو کلونو لپاره پام کې نیولی او هیڅ حکومت نشي کولای چې دا فتر پر خپل سر منحل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټولټاکنو تر ګټلو وروسته د افغان وګړو د زیاتو مهاجرتي برنامو تر تړلو وروسته دا دفتر هم وتاړه.

«افغان ایوک» ویلي چې د دې دفتر تر تړل کېدو وروسته او د سږ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د انقتال یوه الوتنه هم نه ده شوې او د دې هیواد د زرګونو متحدینو کورنۍ په افغانستان کې سرګردانه دي.

دې بنسټ ویلي چې اوس مهال د امریکا ۲۵۰ زره افغان متحدین د نړۍ په ۹۰ هیوادونو کې متحده ایالاتو ته د راتګ په تمه دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه