ننګرهار کې طالبان یوازې د پي‌او‌آر کارت لرونکو کډوالو سره مرسته کوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د تورخم له لارې هیواد ته له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته خبرداری ورکړی، که د «پي او آر» کارت ونه لري نو د دوی له مرستو به محروم وي.

د یادې ادارې لپاره د طالبانو رییس بازمحمد عبدالرحمن نن (شنبه، ۱ د وږي) اطلاعات روز ته وویل، چې پاکستان کې د کډوالۍ د ځانګړي «پي او آر» د کارت کاپي له لرلو پرته راستنو شویو کډوالو سره مرستې نه کېږي.

نوموړي په دې اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه، چې ولې د یاد کارت درلودل له رستنېدونکو سره مهم بولي؟

عبدالرحمن زیاته کړه: «ټول هغه کډوال چې د تورخم له لارې له پاکستان څخه هیواد ته راستنېږي، باید له ځان سره د پي او آر کارت ولري که کوم کډوال دا کارت ونه لري له دوی سره هیڅ ډول مرسته نه کېږي او هر ډول بشري مرستو محرومېږي لازمه ده چې یاد کارت باید ولري.»

بلخوا پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وایي، چې له سخت بد وضعیت سره مخ دي او له زیاتره کډوالو یې پولیسو د «پي او آر» کارتونه اخیستي او اوسمهال له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

په ورته مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان کډوالو  ته د لنډمهاله استوګنې لپاره د ورکړل شويو کارتونو «پي او آر» موده پای ته رسېدلې او د بیا ځل تمدید وړ نه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د جون له ۳۰مې نېټې وروسته د ټولو هغو افغانانو استوګنه غیرقانوني ده چې دا کارتونه لري.

روان کال د پاکستان حکومت د دې کارتونو د اعتبار مودې له غځولو ډډه وکړه او د کارت لرونکي یې غیرقانوني کډوال ګڼلي او ترې غوښتي یې دي چې د پاکستان خاوره ترک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان نږدې دوه اوونۍ وړاندې ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال له پيله تر اوسه له ګاونډيو هېوادونو (ایران او پاکستان) څخه دوه ميليونه او ۲۰۰زره افغان کډوال په جبري ډول بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه