لغمان

د کابل-جلال اباد پر لویه لار ترافیکي پېښې څلور تنه ټپیان کړي

اطلاعات روز: د لغمان ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت اړوند کابل – جلال اباد پر لویه لار د یوې سپرلۍ او یو باروړونکي موټر ټکر پېښه کې څلور تنه ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن (دوشنبه، ۱۶ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، سهار شپږ نیمې بجې د کابل _ جلال اباد په لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند «خیروخېلو» سیمه کې یوې «بکسه ډوله» موټر له «خاور» موټر سره ټکر کړی، چې له امله یي څلور تنه ټپیان شوي.

هغه وایې، ټپیان یې په وخت روغتون ته لېږدول شوي، خو د یوه تن روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

دولتزي زیاته کړه: «نن سهار شپږ نیمې بجې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د دوو موټرو ترمنځ د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه ټپيان شوي دي.» د مسوولینو په وینا پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.