ننګرهار او لغمان کې د درو ترافیکي پېښو له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې په دې ولایتونو کې تېره ورځ (پنجشنبه، ۶ د وږي) په درو جلا-جلا ترافیکي پېښو کې څلور تنه مړه شوي او پنځه نور ژوبل دي.

لومړۍ ترافیکي پېښه د تورخم – جلال اباد پر لویه لاره «سرخ دیوال» سیمه کې رامنځته شوې چې له امله یې یو فیلډر موټر د ګړندي تګ له امله له سړکه اوښتی او چپه شوی او له کبله یې دوه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.

همدا راز یوه بله سرچینه وایې چې د کونړ – جلال اباد پر لویه لاره د بهسودو ولسوالۍ په «بلند غر» سیمه کې هم د یو موټر سایکل او شترینګي ریکشې د ټکر له امله یو کس ژوند بایللی او درې نور ژوبلېدلي.

بلخوا د لغمان لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ د کابل ـ جلال پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ په «خیرو خېلو» سیمه کي یو «مارګله ډوله» موټر او موټر سایکل ټکر کړی چې له امله یې موټر سایکل چلوونکی مړ شوی او موټر چلوونکی ټپي شوی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې او له کبله یې په لسګونو کسان مړه شوي او ژوبل دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه