کونړ کې د زلزلې ناورین؛ مزار دره کې لا هم د زلزلې ټکانونه محسوسیږي او خلک تر خاورو لاندې دي

اطلاعات روز: کونړ کې عیني شاهدان وايي، چې د وړمې شپې له زلزلې وروسته لا هم د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې په ځنډني ډول د زلزلې ټکانونه محسوسیږي او خلک تر خاورو لاندې دي.

یوې سیمه‌ییزې سرچینې نن (سې شنبه، ۱۱ د وږي) اطلاعات روز ته وویل، چې له تېرې ورځې راهیسې د طالبانو له لوري تر خاورو لاندې د خلکو عملیات روان دي؛ خو په خبره یې لا هم سیمه کې ټپیان او مړي تر خاورو لاندې پاتې دي.

عیني شاهدان وايي، یو شمېر سیمې چې په لویه کچه وېجاړي په کې رامنځته شوې، ور غځېدلې لارې د غره ښویېدنو له امله تړل شوي چې د مرستندویه ډلو عملیات یې له ستونزو سره مخ کړي.

یوې ځايي سرچینې بیا وویل، که څه هم له تېرې ورځې راهیسې د طالبانو له لوري په چورلکو کې د ټپیانو د لېږد لړۍ روانه ده؛ خو په خبره یې مزار دره کې لا هم داسې سیمې شته چې د لارو د بندښت له امله ژغورنې ډلې نه دي رسېدلي.

دوی نیوکه لري چې طالبانو د پېښې زیانونو او مرګ ژوبلې مطابق ګامونه نه دي اخېستي چې د کافي امکاناتو او بشري قوې د کمښت له امله ټپیان له ستونزو سره مخ او حتا د مړو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

دوی وايي، که طالبانو د ژغورنې اوسني ټیمونه یو په درې برابره کړي وای د مړینې کچه ورسره کمیدلی شوه.

سرچینې اطلاعات روز ته وویل: « د مزار درې ودیر، غازي اباد، شوماش او اریت کلي زلزلې له ۹۰ فیصده ډېر تخریب کړي، په سلګونه خلک مړه او ټپیان شوي، لا هم د عملیاتو ډلې ځېنو ساحو ته نه دي رسېدلي، خلک پیاده نه شي تللی؛ ځکه لارې د غره تیګو بندې کړي او د طالبانو الوتکې کمې دي، ټولو ساحو ته رسیده ګي نه شي کولی، طالبانو چې کوم زخمیان انتقال کړي د دې دوه برابره نور ساحو کې پاتې دي، طالبانو باید ټول فکر دې پېښې ته کړی وای، د کابل او ټولو ولایتونو مرستندویه ټیمونه یې استولي وای.»

د دوشنبې شپې زورورې زلزلې د کونړ او ننګرهار ګڼې برخې ولړځولې چې د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې تر اوسه یوازې په کونړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۸۰۰ ډېر خلک مړه او نږدې درې زره نور ټپیان شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته