ملګرو ملتونو د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

اوچا پرون (دوشنبه، ۱۱ د وږي) په یو راپور کې ویلي، چې پنځه میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو د «بیړنیو مرستو مرکزي صندوق» څخه د مرستو د پیل لپاره ځانګړي شوي او پنځه میلیونه نور ډالر د افغانستان د «بشردوستانه صندوق» څخه د زلزله‌ځپلو د ستونزو د هوارولو لپاره ځانګړي شوي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې یو شمېر هېوادونو خپلې مرستې اعلان کړي او له نورو مرسته‌کوونکو سره د لا زیاتو سرچینو د جلب لپاره تماسونه روان دي.

د دې ادارې په وینا، چې بیړنۍ سرپناوې، غیر خوراکي توکي، اړین طبي توکي، د څښاک اوبه، د خوړو بیړنۍ مرستې او بیړنۍ روغتیایی اسانتیاوې لا هم د لومړیتوبونو په ډله کې دي.

اوچا په خپل راپور کې د زلزلې له امله د تلفاتو او زیانونو په اړه د طالبانو ارقامو ته اشاره کړې، او ویلي یې دي چې د ارزونې ټیمونه د دې شمیرو د تایید لپاره کار کوي.

طالبانو پرون ورځ اعلان وکړ، چې په کونړ کې د زلزلې له امله یو زرو ۴۱۱ کسان مړه شوي او درې زره او ۱۲۴ نور ټپیان شوي دي.

دې ډلې ویلي، چې په دې ولایت کې پنځه زره او ۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه