خطيبانو ته د طالبانو لېږل شوې خطبه: زلزله د ګناهونو او د خدای له امرونو د سرغړونې له امله راځي

اطلاعات روز: د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت په يوه واحده خطبه کې چې د جمعې د لمانځه لپاره یې خطيبانو ته تياره کړې، د زلزلې د رامنځته کېدو علت یې د خدای له امرونو سرغړونه، جرمونه او ګناهونه بللي دي.

د دې خطبې پي‌ډي‌ايف بڼه پرون (پنجشنبه،۱۳ د وږي) د ارشاد، حج او اوقاف وزارت له لوري خپره شوې او له خطيبانو غوښتل شوي چې د خپلو ويناوو پر مهال د زلزلې د رامنځته کېدو د لاملونو په اړه خبرې وکړي.

همدا راز له ارزګان څخه يوې سرچينې چې د جمعې په لمانځه کې یې ګډون کړی و، اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې ملا امام په خپله خطبه کې ویلي: زلزله د خدای له لوري عذاب او د مسلمانانو د بدو اعمالو سزا ده.

د سرچينې په وينا، د جمعې خطيب له خلکو غوښتي چې د خدای نافرماني ونه کړي، که نه نو په راتلونکې کې به د نورو زلزلو شاهدان وي.

سرچينه وايي چې په سوېلي ولايتونو کې په نورو جوماتونو کې هم ورته خطبې د جمعې د خطيبانو له خوا وړاندې شوې دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت له خوا د خپرې شوې خطبې سرلیک «د زلزلې اسباب او د زلزلې پر مهال د مسلمانانو مسوولي» دی.

په دې خطبه کې زلزله «خطرناک الهي عذاب» بلل شوې او ویل شوي چې «تېر امتونه چې د خدای له امرونو يې سرغړونه کړې، خدای هغوی د زلزلو په وسيله هلاک کړي».

په خطبه کې همدا راز ویل شوي: «د دنيا زلزلې د اخرت د لويو زلزلو يوه بېلګه ده چې خدای يې خپلو بندګانو ته ښکاره کوي». په دې برخه کې د قرآن کريم په اياتونو استناد شوی او ويل شوي چې «خدای د خپلو بندګانو د وېرولو لپاره زلزله راولي، څو هغوی له ګناهونو، جرمونو او ظلمونو توبه وباسي او د خپل پالونکي لوري ته را وګرځي».

د طالبانو په خطبه کې د «زلزلې پر اسبابو» ټينګار شوی چې «په دنيا کې زلزله د ګناهونو، د الهي امرونو د سرغړونې او د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو له امله پر مسلمانانو راځي».

ويل شوي چې زلزله کله ناکله د مسلمانانو د بيدارولو لپاره راځي څو له غفلته راويښ شي او خپلو تېروتنو ته پام وکړي.

د طالبانو د حج او اوقاف وزارت زياته کړې چې مسلمانان بايد د زلزلې پر مهال «خدای ته تضرع او زاري وکړي، دعاګانې زياتې وکړي څو خدای پرې رحمت وکړي او مصیبت لرې کړي».

دې وزارت ويلي: کله چې زلزله راشي، لازمه ده چې «مسلمانان استغفار او توبه وباسي».

د طالبانو د حج او اوقاف وزارت زياته کړې چې کله پر مسلمانانو زلزله راشي، «هغوی بايد له صبر او استقامت څخه کار واخلي او له بې‌ صبرۍ او ویر کولو ځان وساتي».

د يکشنبې په شپه د افغانستان ختيځ د رېښتر په اندازې ۶ درجې زلزلې ولړزاوه. دې پېښې تر اوسه يوازې په کونړ کې تر دوه زره او دوه سوه د زياتو خلکو ژوند اخيستی او زرګونه نور يې ټپيان کړي دي.

په تېرو څلورو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، دا درېيمه مرګونې او ويجاړوونکې زلزله ده.

طالبان په داسې حال کې زلزله د خدای عذاب بولي چې په افغانستان کې د «شريعت» د پلي کېدو دعوه کوي. دې ډلې د اسلامي احکامو د پلي کېدو په پلمه د خلکو پر حقونو او ازاديو سخت محدوديتونه لګولي دي. اوسمهال ښځې او نجونې چې د ټولنې نيمايي برخه دي، له زده‌کړو او کار څخه محرومې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته