ننګرهار او لغمان کې سلګونه کورنۍ د زلزلې له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي

اطلاعات روز: ځایي سرچینې وایي، چې د هیواد ختیځ کې له کونړ سربېره په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د زلزلې د پرلپسې ټکانونو له کبله سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو کډه شوې دي.

د ننګرهار د خېوې (کوز کونړ) او دره نور ولسوالیو د مجګنډول، ستن، املې او کشمنډ سیمو کې د مسلسلو زلزلو له امله سلګونه کورونه په بشپړ ډول نړېدلي او ځایي استوګن یې د ځان خوندیتوب لپاره نور سیمو ته کډه شوي دي.

د املې سیمې اوسېدونکی شوکت وایي، چې د زلزلو له کبله ګڼ کورونه نړېدلي او ځايي اوسېدونکو په دښتو او شاړو ځمکو کې اړولي دي.
نوموړی زیاتوي د راتلونکو زلزلو د احتمالي ټکانونو له وېرې ټول خلک له کورونو وتلي، خو ورته خيمې نه دي رسول شوي او دا مهال دوی خيمو او موقتي سرپناه ته عاجله اړتيا لري.

شوکت وویل: «نږدې یوه اوونۍ پوره کېږي چې هره شپه او ورځ زلزلې کېږي او زیات تلفات یې په دره نور او خېوه کې اړولي، همدا وړمه شپه هم د دره نور په ستن سیمه کې د زلزلو له امله له شلو زیات کسان ټپیان شوي او اوس ټول خلک له خپلو کورونو وتلي په ډاګونو کې یې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي چې نه خېمې لري او نه خوراکي توکي او نه اوبه غوښتنه کوو چې مونږ سره مرسته وشي.»

۴۰ کلن خان بیک چې د دره نور ولسوالۍ د املې سیمې اصلي اوسېدونکی دی او درې ورځې وړاندې د د پرله پسې زلزلو له امله بهسودو ولسوالۍ ته رابې‌ځایه شوی، وایي د سیمې اوسېدونکو بې‌ځایه شویو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي برابر کړي، خو د طالبانو مسوول ادارو او مرستندیه بنسټونو تر اوسه ورسره مرسته نه ده کړې.

خان بیک زیاته کړه: «هر څه مو چې درلودل رانه پاتې او تر خاورو لاندې شول فقط خپل ځانونه مو را اېستلي دي، دلته په دامان دښته کې په یوه خېمه کې اوسېږو هیڅوک مو پوښتنه نه کوي او نه چا مرسته کړې د خوراکي توکو، اوبو، پوښاک او خېمو ته مو زیاته اړتیا ده چې د ورځې سره لمر ته ناست یو او د باران پر مهال هیڅ سرپناه نه لرو.»

له ننګرهار سربېره د لغمان د الینګار ولسوالۍ کې هم وروستۍ زلزلې ګڼ شمېر کورونه نړولي دي، چې له امله یې ځایي خلکو د راتلونکو احتمالي ټکانونو له وجې خپل کورونه پرېښي دي.

د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکی امین الله وایي، د زلزلې پرلپسې ټکانونو څخه د خونديتوب لپاره، ډېری خلک له خپلو کورونو وتلي او له تېرو څو ورځو راهیسې په کروندو کې ژوند تېروي.

امین الله وویل: «هره شېبه د زلزلې احتمال شته او په څو ځلي شوې هم ده، زیاتره خلک په کرنیزو ځمکو او دښتو کې اړولي خو لویه ستونزه یې د سرپنا نشتون دی؛ غوښتنه مو دا ده چې باید له زلزله ځپلو سره عاجلې مرستې وشي او نړېدلي کورونه یې باید بیا ورغول شي.»

د معلوماتو له مخې چې له اطرافي سیمو سربېره د جلال اباد او مهترلام ښارونو کې د پرله‌پسې زلزلو له امله د دغه ښار ګڼ‌شمېر اوسېدونکي له ښار څخه د وتلو په هڅه کې دي. د خلکو په وینا، تر اوسه یو‌شمېر کسان له ښاره بهر ازاده فضا ته وتلي او لا هم خلک له ښاره خوندي ځایونو ته ځان رسوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه