د طالبانو د پوهنې وزارت: د هیواد په ختیځ کې د زلزلې له امله ۲۶۸ زده کوونکي مړه شوي

اطلاعات روز: د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې د هیواد په ختیځ کې د زلزلې له امله د دیني مدرسو او ښوونځیو ۲۶۸ زده کوونکي مړه او ۸۶۲ نور ټپیان شوي دي.

دې وزارت نن (شنبه، ۲۲ د وږي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د هیواد په ختیځ کې د زلزلې له امله په مجموعي ډول نږدې ۲۰۰ زره زده‌کوونکي اغیزمن شوي دي.

تر دې وړاندې د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي و، چې د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله ۲۶۰ زره ماشومان اغېزمن شوي او عاجلې مرستې ته اړتیا لري.

د طالبانو د پوهنې وزارت په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، چې د زلزلې له امله ګڼ شمیر تعلیمي مرکزونه جزوي یا په بشپړه توګه ویجاړ شوي، چې د زده کونکو د زده کړې جریان یې ګډوډ کړی دی.

دې وزارت دغه راز ویلي، چې په زلزله ځپلو ولایتونو کې ګڼ شمیر زده کوونکي په جسمي او رواني ستونزو اخته شوي او بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د وروستیو شمېرو له مخې، په دې زلزله کې ۲ زره او ۱۶۴ تنه مړه شوي او ۳ زره او ۴۲۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په مړو شویو کې ۵۱۶ ښځې، ۴۷۶ سړي، ۵۰۹ نجونې او ۶۶۳ هلکان شامل دي.

اوچا زیاتوي، چې په ټپیانو کې هم یو زر او ۸۷۵ ښځې او یو زر او ۵۵۳ سړي شامل دي.

د اوچا د راپور له مخې، د دې زلزلې له امله ۵ زره او ۹۵۰ کورونه ویجاړ شوي او یو زرو او ۱۹۵ نور کورونه زیانمن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته