کونړ کې وروستۍ مرګونې زلزلې د زده کوونکو ۵۰۰ سیمه ییز ټولګي وېجاړ کړي

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله د یونېسف په ملاتړ جوړ شوي ۵۰۰ سیمه ییز ټولګي وېجاړ شوي چې د زده کوونکو درسي بهیر یې په ټپه درولی دی.

د کونړ د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس محب الله حیدري وايي، وروستۍ زلزلې دا ټولګي د دغه ولایت مرکز اسعداباد او د لېرې پرتو ولسوالیو په غرییزو سیمو کې په بشپړ او نیمه بشپړ ډول تخریب کړي چې له امله یې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

دی زیاتوي چې په دغو ټولګیو کې له نارینه زده کوونکو سربېره سلګونه کوچنۍ زده کوونکې هم پر زده کړو بوختې وي.

حیدري وویل: «په نورګل، څوکۍ، نرنګ، سرکاڼو، وټه پور، ماڼوګي، چپې درې، شیګل، دانګام، خاص کونړ او د مرکز اسعداباد په ګډون په ډېرو لرې پرتو ساحو کې محلي صنفونه چې یونېسف د خلکو په کورونو کې جوړ کړي و زلزلې تخریب کړي او زرګونه شاګردان اوس له زده کړو محروم دي.»

په همدې حال یو شمېر زده کوونکي چې له ښوونځیو په لېرې پرته ساحه کې اوسېږي او په سیمه ییزو ټولګیو کې یې زده کړې کولې د دغو ټولګیو د وېجاړېدو له امله له زده کړو بې برخې او خپل راتلوونکي ته اندېښمن دي.

دوی د طالبانو پر حکومت او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کوي چې په دې ولایت کې د و ېجاړو شویو سیمه ییزو ټولګیو د بیا رغونې او بېرته فعالېدو په موخه بېړني ګامونه پورته کړي.

د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې د اندرلچک سیمې زده کوونکی ۱۰ کلن بشیر احمد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « زمونږ په ساحه کې نږدې مکتب نشته، لېرې ساحې ته مونږ نه شو تللی، زمونږ په کلي کې په یوه کور کې محلي صنف جوړ شوی و، خو زلزلې خراب کړی او اوس زمونږ درسونه رخصت دي، ځکه د ناستې ځای نه لرو. زمونږ غوښتنه دا ده چې تر هر څه زر دا صنفونه جوړ شي؛ ځکه که چېرته بېرته زمونږ درسونه شروع نه شي زمونږ مشکلات به لا زیات او اینده به مو له تیارو سره مخ شي.»

بل لور ته د کونړ د زلزله ځپلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي نیوکه کوي، چې طالبانو له زلزلې د دوو اوونیو په تېرېدو وروسته لا هم د دغو سیمه ییزو ټولګیو د بیا رغونې په موخه هېڅ ګام نه دی پورته کړی.

دوی د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې تر هر څه ژر دې په دې ولایت کې د سیمه ییزو ټولګیو د جوړېدا چارې پیل کړي؛ ترڅو یې بېرته د اولادونو پر مخ وېجاړ سیمه ییز ټولګي فعال شي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د چلس سیمې اوسېدونکی جمشېد اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل:« زمونږ د ماشومانو محلي صنفونه ټول زلزلې خراب کړي او ماشومان مو له تعلیم بې برخې دي، یو خو مو کلیو کې ډېر ماشومان زلزلې مړه او ټپیان کړل، زمونږ غوښتنه دا ده باید حکومت [طالبان] او موسېسات د نورو ستونزو د حل ترڅنګ زمونږ د ماشومانو محلي صنفونه هم له یاده ونه باسي او باید د جوړولو لپاره یې اقدام وکړي.»

د کونړ د پوهنې ریاست لپاره طالب مسوولینو څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و، چې په دې ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله د ښوونځیو د درې ښوونکو په ګډون ۳۹۴ زده کوونکي مړه او د شل ښوونکو په ګډون ۷۸۰ زده کوونکي نور ټپیان شوي دي.

خو، د ماشومانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) تازه په خپل راپور کې ویلي، چې کونړ کې وروستۍ زلزلې د ۵۰۰ نجونو په ګډون ۱۱۵۰ زده کوونکي مړه کړي او ګڼ نور اغېزمن شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته