د زلزلې د مرګ ژوبلې تازه شمېرې؛ اوچا د مړو شویو کسانو شمېر یو زر او ۹۹۲ وښود

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) وایي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د مړو شمېر یو زر او ۹۹۲ تنو ته رسېدلی.

دې بنسټ نن (سې‌شنبه، ۲۵ د وږي) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ژوبلو کسانو شمېر درې زره او ۶۳۱ تنو ته لوړ شوی.

اوچا تر دې وړاندې د زلزلې له کبله د مړو شمېر دوه زره او ۱۶۴ تنه او د ژوبلو کسانو شمېر یې درې زره او ۴۲۸ تنه ښوولی و، په داسې حال کې چې طالبانو د مړو شمېر دوه زره او ۲۰۵ تنه اعلاناوه.

د اوچا له نوي راپور سره سم، په مړو کې ۵۱۸ ښځې، ۵۱۳ نجونې، ۴۸۱ نارینه، ۴۸۰ هلکان او په ژوبلو کې یو زر او ۹۵۶ ښځې او یو زر او ۶۷۵ نارینه شامل دي.

همدا راز اوچا ویلي چې بشرپالو شریکانو په کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۴۱۱ ویجاړو شویو کلیو څخه تر اوسه ۱۳۴ لیدلي او ارزولي دي.

دې بنسټ ویلي چې د دې ارزونو له مخې، زلزلې په دې درو ولایتونو کې اتو زرو او ۴۹۹ کورنیو ته زیان اړولی چې ټولټال ۵۶ زره او ۶۱ تنه کېږي.

د اوچا له راپور سره سم، شپږ زره او ۳۱۲ کورونه ویجاړ شوي او دوه زره او ۱۷۷ کورونه زیانمن شوي دي.

اوچا ویلي چې د دې زلزلې له امله په سیمه کې د بشري غبرګون په توګه د خوړو او پوښاک وېش، لنډمهالې سرپناه، روغتیایي خدمات او رواني-ټولنیز ملاتړ دوام لري.

دې بنسټ په کونړ کې له زلزله ځپلو سیمو د لیدنې پر مهال د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او د یوناما د رییسې رزا اوتنبایوا پر څرګندونو او همدا راز په بشرپالو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیال ټام فلیچر پر پرونیو خبرو ټینګار کړی چې په زلزله ځپلو سیمو کې د بشرپالو چارو لپاره د ښځینه مرستندویانو شتون اړین دی.

دوې اونۍ وړاندې د رېښتر په کچه شپږ درجې زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول او تر ټولو زیات زیان یې په کونړ کې ورساوه.

که څه هم په دې زلزله کې تر ډېره حده ښځې او نجونې زیانمنې شوې دي، خو طالبانو پر ښځینه مرستندویانو بندیزونه لګولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه