د روغتيا نړيوال سازمان: زلزله‌ ځپلو سيمو کې د ثانوي کړکېچونو خطر په زياتېدو دی

اطلاعات روز: د روغتيا نړيوال سازمان د افغانستان ختیځ کې د زلزله‌ ځپلو لپاره د روغتيايي امکاناتو د کموالي او د خلکو د بې‌ځايه کېدو د يادونې تر څنګ په دې سيمو کې د ثانوي کړکېچونو د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې سازمان په خپل تازه راپور کې چې نن (جمعه،  ۲۷ د وږي) رسنيو ته لېږل شوی، ويلي دي چې د مېشت ځایونو د ګڼې ګوڼې او د ناپاکو اوبو له امله د حاد تنفسي عفونتونو او د نس ناستې (اسهالي) ناروغيو کچه لوړه شوې، په داسې حال کې چې ملاريا او شري لا هم فعال ګواښونه ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، ښځې او نجونې په ګڼ مېشتو کمپونو کې له زياتو امنيتي خطرونو سره مخ دي چې په کې د ناامنه تګ-راتګ او د خوندي ځای د کموالي ستونزې شاملې دي.

د روغتیا نړيوال سازمان ويلي چې د ژمي په رانږدې کېدو هغه کورنۍ چې په لرو پرتو او غرنیو سيمو کې د تودوخې له وسايلو پرته ژوند کوي، له زیات خطر سره مخ دي.

شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې، يوې وژونکې زلزلې د افغانستان ختيځ ولړزاوه. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې پېښه کې تنها په کونړ کې نږدې دوه زره کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپيان شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې هغه څه چې د يوه حاد بيړني حالت په توګه پيل شوي وو، اوس د بې‌ځايه‌ کېدو په يوه کړکېچ بدل شوي او کورنۍ په لنډمهالو مېشت ځایونو کې له زياتېدونکو روغتيايي خطرونو سره مخامخ دي.

د دې سازمان په وينا، د زرګونو کورنیو لپاره چې د پرلپسې زلزلو او د ناخوندي ودانيو له امله خپلو کورونو ته د ستنېدو توان نه لري، شپږ د مېشتېدو ځایونه جوړ شوي دي.

روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې نږدې نيم ميليون کسان په زلزله‌ځپلو سيمو کې بېړنيو روغتيايي مرستو ته اړتيا لري.

د دې سازمان په وينا، د زلزلې پاتې شوي او سخت ژوبل کسان تر پېښې وروسته ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې پراخه رواني–ټولنيزه ګډوډي هم شته.

د روغتیا نړيوال سازمان ويلي چې د راتلونکو شپږو مياشتو پر مهال د مرستې رسونې لپاره تر ۶.۹ ميليونه ډالرو ډېرو پيسو ته اړتيا لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه