د کونړ زلزله ځپلو ته د طالبانو نه پاملرنه؛ ماڼوګي کې زلزله ځپلي پر ملاریا ناروغۍ اخته شوي

اطلاعات روز: د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې زلزله ځپلي چې د سرپناه د نشتوالي له امله د زلزلې د ټکانونو له وېرې تر کېږدیو لاندې او یو شمېر یې په ازاده فضا کې ورځې شپې تېروي پر ملاریا ناروغۍ اخته شوي. 

دوی شکایت کوي چې له مرګونې زلزلې وروسته دوی ته د موسمي ناروغیو ضد لازم امکانات نه دي ورکړل شوي چې له امله یې د دوی کوچني اولادونه او د کورنۍ غړي پر ملاریا اخته شوي. 

زلزله ځپلي وايي، په دولتي روغتیايي مرکزونو کې ورته لازمه پاملرنه نه کېږي او په خصوصي ډول د خپلې درمنلې توان نه لري چې له امله یې د دوی روغتیايي ستونزې ورځ بلې ته په زیاتېدو دي. 

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ د بر کنډۍ سیمې اوسېدونکي وايي، لا هم په سیمه کې د زلزلې ځنډڼي ټکانونه شته چې له وېرې یې په کېږدیو او ازاده فضا کې شپې تېروي چې دې چارې ګڼ کلیوال پر ملاریا ناروغۍ اخته کړي. 

زلزله ځپلي وايي، له یوه لوري زلزلې سخت اغېزمن کړي او له بل لوري دوی ته د موسمي ناروغیو ضد امکانات نه دي برابر شوي چې له همدې امله له جدي روغتیايي ننګونو سره لاس او ګرېوان دي. 

د دغه سیمې یوه اوسېدونکي اطلاعات روز ته وویل: «زلزله کې برکنډۍ کلي کې ډېر کسان مړه شول، ډېر کسان ټپیان شول، په ازاده فضا کې ماشې زیات دي، زیات خلک په ملاریا اخته شوي، نه پشه خانې راکړل شوي او نه هم دلته صحي پرسونل راغلی چې مونږ ته تداوي وکړي او نور امکانات راکړي.» 

زلزله ځپلي وايي، له یوه لوري ترې وېجاړونکې زلزلې د ژوند ټول شته اخېستي؛ خو له بل لوري طالبانو د دې ولسوالۍ اغېزمن له یاده ویستلي چې له امله یې ورځ بلې ته د دوی ستونزې په ډېرېدو دي. 

دوی زیاتوي، د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کورنیو د درملنې توان نه لري او له بل لوري طالبانو او نړيوالو روغتیايي ادارو هم له یاده ایستلي دي.

د ماڼوګي ولسوالۍ د برکڼدۍ سیمې بل اوسېدونکی عبدالصمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «زلزلې زمونږ په ساحه کې هم ډېر تخریب کړی، هم یې کورونه خراب کړي، هم یې خلک مړه او ټپیان کړي؛ خو حکومت [طالبانو] او بین المللي صحي موسېسو ټول پام څوکۍ او نورګل ولسوالۍ ته کړی، سلو کې ۹۰ فیصده خلک په ملاریا اخته شوي، خو مونږ په شخصي کلینیکونو کې د خپلې تداوۍ وس نه لرو؛ ځکه زلزلې رانه د ژوند ټوله شتمني اخېستې، که مونږ ته پام ونه شي؛ نو خلک به له دې هم سختو ستونزو سره مخ شي او له زلزلې به هم په دې منطقه کې سخت بحران را منځته شي.»

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ زلزله ځپلي د طالبانو د حکومت ترڅنګ له نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښته کوي چې په بېړني ډول دې دوی ته د سرپناه سربېره لازمې روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي. 

دوی زیاتوي چې په وروستیو ورځو کې په دې سیمه کې د شپې له لوري هوا سړه شوې او د امکاناتو د نشتوالي له امله وېره شته چې کوچني بچیان یې پر نورو موسمي ناروغیو اخته شي. 

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی ګلاجان وویل: «مونږ ته باید منظمې خېمې راکړل شي، پشه خانې راکړل شي، د تداوۍ موقتي مرکزونه باید جوړ شي، که مونږ ته د سرپناه او صحي خدماتو امکانات برابر نه شي؛ نو ماشومان خو پرېږده چې غټان به مو هم په نورو موسمي ناروغیو اخته شي، ځکه دلته اوس د شپې هوا یخه شوې، باید موسېسات او طالبان دې ساحې ته هم توجه وکړي او د خلکو پر ژوند رحم وکړي.»

په همدې حال د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ روغتیايي مرکز اړوند یو ډاکټر هم منلې چې د دغې ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې د ملاریا ناروغۍ زیاته شوې او یوازې دوی ته هره ورځ له شلو تر ۳۵ ناروغان د درملنې په موخه مراجعه کوي. 

موږ هڅه وکړه چې د ماڼوګي ولسوالۍ د بر کڼدۍ سیمې زلزله ځپلو د شکایتونو، ستونزو او غوښتنو په تړاو کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست نظر هم ولرو؛ خو له پرله پسې هڅو سره سره هغوی د اطلاعات روز ورځپاڼې اړیکې ته ځواب ورنه کړ. 

کونړ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې د تېرو څه باندې دوو اوونیو مرګونې زلزلې له امله په دې ولایت کې د زرګونه انسانانو د مرګ ـ ژوبلې ترڅنګ ۱۶ روغتیايي مرکزونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي چې د خلکو پر مخ یې د روغتیايي خدمتونو بهیر په بشپړ ډول درولی دی. 

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه