کونړ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې یو طالب جنګیالی وژل شوی 

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو یو غړی وژل شوی.

سرچینې وویل چې دا طالب جنګیالی زرین خان نومېږي او تېره شپه (پنجشنبه،  ۱۰ د تلې) د ناړۍ ولسوالۍ د بریکوټ په «دوکلام» سیمه کې له پاکستاني پوځیانو سره په نښته کې وژل شوی.

سرچینې ویلي، د دواړو لوریو ترمنځ نښته پرون سهار پیل شوې وه او په ځنډني ډول یې تر نن سهار پورې دوام درلود.

په دې جګړه کې طالبانو پاکستاني لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو او د هغوی د پوستو په نښه کولو ادعا هم کړې خو سرچینو تر اوسه کره معلومات نه دي شریک کړي.

یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې دا نښته د دواړو لورو ترمنځ د پاکستاني عسکرو له لوري د اغزن تار د غځولو پر سره را منځته شوې.

تېره شپه د دې جګړې له امله له سیمې ګڼو کورنیو خپل کورونه هم پريښي وو.

بل لور ته یوې بلې سرچینې ویلي چې نن (جمعه، ۱۱ د تلې) غرمه شاوخوا دولس بجې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ د کونړ د دانګام ولسوالۍ په «بنشاهي کنډو» کې هم وسلواله نښته پیل شوې.

تر اوسه د دې نښتې د لامل او احتمالي اوښتو زیانونو په تړاو کره جزیتات نه دې ترلاسه شوي.

کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ کونړ کې «ډېورنډ کرښې» ته څېرمه د اغزن تار غځولو، امنیتي پوستو جوړول او نورو مسایلو له امله جګړې شوي او یو بل ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه