د هېواد ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د هند څانګې لپاره د القاعدې شبکې یو مشر محمد حنیف، چې مستعار نوم یې عبدالله دی فراه کې ووژل شو.
د ملي امنیت عمومي ریاست څخه په نننۍ (سه شنبه، ۲۰ لړم) خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې د القاعده شبکې دغه مشر د فراه بکواه ولسوالۍ کې د دې ریاست په موخیزو عملیاتو کې وژل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کس په اصل کې د پاکستان کراچۍ ښار اوسېدونکی و.
د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، دغه کس لومړی د طالبانو ډلې غړیتوب در لود او له ۲۰۱۰ز کال وروسته القاعده شبکې سره یوځای شو.
دغه ریاست ډېره کړې، چې نوموړی د طالبانو ډلې په مرسته ۲۰۱۰ز کال کې هلمند او بیا فراه ولایت ته تللی و. هغه په فراه، نیمروز او هلمند ولایتونو کې فعالیت درلود.
په خبرپاڼې کې ټینګار شوی، چې د هند څانګې لپاره د القاعدې دې مشر له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې او دې ډلې ته یې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو، موټر بم او نورو بمونو د جوړولو په اړه زده کړه ورکوله.
دغه راز ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، چې د ملي امنیت په دې عملیاتو کې د پاکستان تابعیت لرنکې دوه ښځې هم نیول شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد ریاست د روان لړم میاشتې په درېیمه اعلان وکړ، چې د هند څانګې لپاره د القاعده شبکې مهم قوماندان او د دې شبکې دویم کس ابومحسن المصري د ملي امنیت ځواکونو په موخیزو عملیاتو کې په غزني ولایت کې وژل شوی دی.