کونړ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته پیل شوې

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسلواله نښته پیل شوې.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې دا نښته نن (شنبه، ۱۹ د تلې)  ماخوستن شاوخوا اووه بجې د ناړۍ ولسوالۍ په «دوکلام» سیمه کې پیل شوې.

سرچینې ویلي، دواړه لوري پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي؛ خو تر اوسه د یادې نښتې له امله د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې او زیان جزیات نه دې ورکړل شوي.

سرچینه زیاتوي چې دا نښته د پاکستاني پوځیانو له لوري د تخریب شوي اغزن تار د رغولو پر سر را منځته شوې.

ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په یوه اعلامیه کې تایید کړې چې په ننګرهار او کونړ کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستو یې بریدونه پیل کړي او نښتې روانې دي.

دې قول اردو ویلي، دا جګړه یې پر کابل د پاکستاني جیټ الوتکو د برید په ځواب کې پیل کړې.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې هم د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وسلواله نښته شوې وه چې له امله یې یو طالب مړ او څو نور ټپیان شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته