لغمان کې پر تلېسمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو روغتیايي مسوولان وایي، چې دا مهال دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومان پر تلېسمیا ناروغه اخته دي، خو په وینا یې چې د کره شمېرو نشتون په دلیل ښايي پر یادې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر تر دې هم لوړ وي.

د لغمان د روغتون لپاره د طالبانو مسوول پاینده محمد د کورنیو د پوهاوي ټيټه کچه، فقر، بېوزلي، کډوالي او پر خپل وخت نه درملنه، پر تلیسمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو د زیاتېدو اصلي لاملونه بولي.

پاینده محمد زیاته کړه: «هغه ماشومانو پر تلېسمیا ناروغۍ اخته دي څه باندې ۱۲۰۰ ماشومان دي، چې د لغمان ولایتي روغتون ته یې وینې ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړې ده، خو پر دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ځکه لوړ دی چې زیاتره کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو ناروغانو درملنه نه کوي او روغتیایي مرکزونو ته خپل ماشومان نه وړي نو ممکن لغمان کې پر تلېسمیا ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات وي.»

نوموړی وايي، د تلېسمیا ناروغانو لپاره یې د وړیا وینې ورکړې زمینه برابره کړی ده، چې هره ورځ دغه چاره دوام لري. هغه  پر عام وګړو او په ځانګړي ډول له ځوانانو غواړي چې د تلېسمیا ناروغانو ته د وینې په ورکړې سره دې د دوی ژوند وژغوري.

په همدې حال کې، د تلېسمیا ځینې ناروغانو او خلکو له نړیوالې ټولنې د دې ناروغۍ په درملنه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. د لغمان الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی کفایت چې ۱۳ کلنه لور یې پر تلیسمیا ناروغۍ اخته ده وايي، یوازینۍ هیله یې له دې ناروغۍ څخه د لور خلاصون دی.

د هغه په خبره ډېر کله د اقتصادي ستونزو له امله خپل ناروغ ته پر وخت وینه نه شي برابرولی او په دې برخه کې هم ستونزو سره مخ وي.

کفایت زیاته کړه: «د روغتون په ویني بانک کې هم ډېر کله وینه کمه وي او یا یې مونږ ته نه راکوي، نو بیا مجبوره یو چې په شخصي پېسو یې واخلو ناروغانو ته هم پاملرنه نه کېږي او همدا لامل دی چې زیاتره ناروغانو ته پر وخت وینه نه رسېږي او ټوله بې پروایي ډاکټران کوي.»

بلخوا د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې سږ کال یې په ټول هېواد کې پر تلېسمیا ناروغۍ له پنځو زرو ډېر ناروغان ثبت کړي، چې له ډلې یې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

پر تلېسمیا ناروغۍ اخته ناروغان کې په معمول ډول د وینې کموالی رامنځته کېږي، چې پرې د اخته کس په بدن کې د وینې د هموګلوبین او ګلوبول شمېر له عادي حالت څخه کم وي. کمه حوصله، د تحرک لپاره د کافي انرژۍ نشتون او بې‌اشتهايي د تلاسمیا ناروغۍ مهمو علایمو څخه شمېرل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته