دیني عالمان: طالبان دې د روژې میاشتې لپاره اوربند وکړي

اطلاعات روز: لغمان کې د یني عالمانو د یوې راټولیدنې پرمهال له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د روژې مبارکې میاشت په مناسبت دې اوربند وکړي.

دغه غونډه چې نن (یکشنبه، ۲۲ د وري) ترسره شوه، د غونډې یو ګډونوال مولوي سيد نجيب الله هاشمي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو له ټولو ديني عالمانو څخه وغوښتل، چې د دايمي اوربند او تلپاتې سولې د رواستولو په برخه کې دې خپل مسووليت لا په ښه بڼه ادا کړي.

نوموړي وویل، د وسله والو طالبانو روانه جګړه هېڅ شرعي اړخ نه لري او په هیواد کې پیل شوې جګړه یې د نورو په لمسون ده.

هاشمي زیاته کړه: «له وسله والو طالبانو غواړو چې روانه جګړه دې د روژې میاشتې په مناسبت اوربند وکړي او روانه جګړه دې ودروي ترڅو له روانه جګړه پای ومومي، ځکه خلک نور له جنګ ستړي شوي او دا یوه ډیره مبارکه میاشت نو په کار ده چې جګړه دې ودریږي.»

دغه دیني عالمان وایي، طالبان دې د روژې په خاطر اوربند وکړي.

د غونډې یو بل ګډنوال مولوي فرمان الله نیازي د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل، چې پیل کړي مذاکرات دې ګړندي او توافق ته د رسیدو په خاطر دې اوربند وکړي.

هغه زیاتوي: «له نړیوالې ټولنې او افغان حکومت غوښتنه کوو چې د سولې په برخه کې پیل شوې خبرې دې ژر یوې پایلې ته ورسیږي تر څو روانه جګړه ودریږي او په هیواد کې یو دایمي اوربند رامنځته شي، په خبرو کې دې اول د اوربند خبره مطرح شي ځکه اوربند تر هر څه مهم دی.»

د لغمان دیني عالمان داسې مهال له ښکیلو اړخونو د اوربند غوښتنه کوي، چې له شااوخوا یو کال راهیسې افغان حکومت او وسله وال طالبان د بین الافغاني خبرو میز ته کیني او پاڅي چې ورسره د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د جګړې ډګر لا تود شوی دی.

دغو دواړو لوریو تر اوسه د قطر په مرکز دوحه او مسکو کې مخامخ ناستې کړي چې د خلکو په باور، څرګنده پایله یې نه ده ورکړې او تمه ده چې دا ځل یوه مخامخ ناسته په ترکیه کې هم تر سره کړي، کومه چې پایلې ته یې دواړه لوري خوشبین او د خلکو هیلې ورته ډېرې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه