غني

د استانبول ناسته؛ د ملګرو ملتونو استازي له غني، عبدالله او نادري سره خبرې کړې دي

اطلاعات روز: د افغان سولې په اړه د ترکیې ناستې په درشل کې، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړي استازي دیبورا لاینز، له ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د سولې چارو کې د دولت وزیر سعادت منصور نادري سره جلا جلا کتلي دي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیالۍ پلاوي (یوناما) نن (دوشنبه، ۲۳ د وري) په یو ټوېټ کې ویلي، چې اړخونو په دې کتنه کې د استانبول ناستې ترسره کېدو، د افغانستان دولت سولې طرحې او په سوله کې وروستیو بدلونونو او پرمختګونو باندې خبرې اترې کړې دي.

یوناما زیاته کړې، چې اغلې لاینز ولسمشر غني سره لیدنه کې، د یوې سیاسي هوکړې پایله کې د تاوتریخوالي بېړني پای پر اړتیا ټینګار کړی دی. دغه راز هغې د سولې چارو کې د دولت وزیر سره کتنه کې ویلي، چې د سولې پروسه کې باید د ښځو، ځوانانو، قربانیانو او نړیوالې ټولنې غږ واورېدل شي.

په همدې حال کې، د ملي پخلاینې عالي شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې اغلې لاینز عبدالله سره په سپیدار ماڼۍ کې کتلي دي. دواړو خواوو په دې لیدنه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې طرحې او د استانبول ناستې لپاره د تیاریو په اړه بحث او خبرې اترې کړې دي.

عبدالله عبدالله له دیبورا لاینز سره

دا لیدنې په داسې مهال دي، چې تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل شمال کوهدامن کې د خلکو په یوې راټولېدنه کې وویلې، چې د افغان سولې په اړه د استانبول ناسته به روانه اونۍ ترسره شي.

ښاغلي صالح زیاته کړې، چې «پر ارزښتو هوکړه»، «اوربند» او «د سولې حکومت رامنځته کول» د دې ناستې اجنډا ټاکل شوې ده.