وچکالۍ د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې کرنه او مالدارۍ زیانمنه کړې

اطلاعات روز: په دې وروستیو کلونو کې پرلپسې سخته وچکالۍ د ننګرهار د سره رود، مومندرې، چپرهار، ګوشتې، بټي کوټ، روداتو او یو شمېر نورو ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره د ژوند یوه جدي ننګونه ګرځېدلې او زیانونه یې ورځ تربلې مخ په زیاتېدو دي.

د مومندرې ولسوالۍ د «هزارناو» سیمې اوسېدونکی طایب شاه وایي، چې د وچکالۍ بحران یې پر ژوند منفي تاثیرات کړي او د همدغه بحران له امله یې کرنیزې ځمکې پر شاړو دښتو بدلې شوي او کرل شوي فصلونه یې د باران د نشتون له امله هیڅ نمو نه ده کړې.

طایب شاه زیاتوي: «وچکالۍ ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده، پخوا په دې موسم بارانونه کېدل او مونږ به د غنمو فصلونه کرل، خو دا څو کاله کېږي، چې باران نشته او ان د څښاک اوبه هم په سختۍ پيدا کېږي.»

د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۵ کلن شرافت هم د وچکالۍ بحران اندېښمن کړی او وایي، دغه بحران نه یوازې کرنیزې ځمکې وچې کړي، بلکې د کلیوالي اقتصاد مهمې ستنې یې له کاره غورځولي او خلک یې فقر او کډوالۍ سره مخ کړي.

نوموړی ټينګار کوي، چې کروندګر اوسمهال تر بل هر وخت زیاتو مرستو او د اوبو او کرنې سرچینو بیا احیا کولو لپاره اوږدمهاله پروګرامونو ته اړتیا لري.

شرافت زیاته کړه: «د همدې وچکالۍ له مله د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او مجبوره شوي چې نورو سیمو ته کډوال شي، په ځينو سیمو کې د د ځمکې لاندې د اوبو سطحه بیخي ټېټه شوې او په ۱۷۰ مترۍ کې څاه ګانې اوبه نه ورکوي کرنیزې ځمکې، فصلونه او ونې د وچکالۍ له امله وچې شوې.»

بلخوا د کرنیزو چارو کارپوه مسعود اوریاخېل وایي، افغانستان په تېرو څو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله له جدي اغېزو سره مخ دی چې پکې د بارانونو کمښت، پرله‌پسې وچکالۍ او ناڅاپي سېلابونه شامل دي.

اوریاخېل زیاته کړه: «افغانستان هم د نړۍ یو له هغه هېوادونو دی چې وچکالۍ ځپلی، نو د دې لپاره په کار ده، چې باید د باراني او سېلابي اوبو د مهار لپاره چکډېمونه جوړ شي، دغه راز د کرنې بڼه باید عصري شي او هم د اوبو زیات استعمال کم شي.»

په ورته مهال د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني هم مني، چې د وچکالۍ له امله په ښاري او کلیوالي سیمو کې وضعیت هم ښه نه دی. د هغه په خبره سختې وچکالۍ د خلکو پر ژوند په مخامخ توګه اغېز کړی او دوام به یې خلک لاپسې وځپي.

سبحاني زیاته کړه: «د ننګرهار ولسوالۍ مو په څو برخو ویشلي هغه چې زیاتې وچکالۍ ځپلي او یا یې له ګواښ سره مخ دي، هلته مو د چکډیمونو جوړېدو لړۍ چټکه کړې، وچکالۍ دلته د خلکو پر ژوند خاص ډول د دهقانانو ژوند ګواښلی دی او هم مو د کرنې برخه کې دهقانانو ته روزنه ورکړې، چې څه ډول کولی شي له وچکالۍ سره مقابله وکړي او دغه راز مو پر دوی اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشلي دي.»

له دې څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(FAO)ویلي و، چې  وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي او دا وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

دغه نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د وچکالۍ دوام د کرنیزو حاصلاتو له‌منځه وړو، د څړځایونو او اوبو د سرچینو د وچېدو لامل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته