ننګرهار

شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې عملیات؛ له درې سوو زیاتو طالبانو ته مرګ – ژوبله

اطلاعات روز: د ننګرهار په شیرزادو او حصارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۳۲۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مرستیال ویاند سیدمقصود صاحبزاده نن (چهارشنبه، ۲۵ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له تیرو دوو میاشتو راهیسې یې د ملي اردو په مشرۍ د افغان ګډو ځواکونو له لوري د ننګرهار په حصارک او شیرزادو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه چاڼيز عملیات پیل کړي، چې پرمهال یې «۲۲۵» وسله وال طالبان وژلي او «۹۸» نور یې ټپیان کړي دي.

د ښاغلي صاحبزاده په خبره د یادو عملیاتو په ترڅ کې یې ۵۰۰ کړۍ ماینونه، چې د وسله والو طالبانو له لوري په لارو او عامه ځایونو کې ځای پر ځای شوي وو، کشف او له منځه وړي دي.

صاحبزاده زیاته کړه: «د ننګرهار په حصارک او شیرزادو ولسوالیو کې له تیرو د وو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د افغان ګډو ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي، چې مشري یې ملي اردو کوي؛ د یادو عملیاتو پرمهال ۲۲۵ وسله وال طالبان وژلي او ۹۸ نور یې ټپیان کړي دي.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.