ایران راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه‌ییزې غونډې کوربه‌توب کوي

Photo: MFA Iran

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي چې دا هیواد راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه‌ییزې غونډې کوربه‌توب کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دا غونډه به په تهران کې کېږي او د افغانستان په چارو کې د پاکستان، تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي به پکې ګډون کوي.

بقایي ویلي چې دا غونډه له ګاونډیو او د سیمې له نورو هیوادونو سره د خبرو پایله ده او نوموړي هیله ښوولې چې دا نوښت به د همغږۍ په پیاوړي کولو او د شخړې په حل کولو کې رول ولوبوي.

ده ویلي: «د ایران اسلامي جمهوریت په خپل ګاونډ کې د امنیت او ټیکاو ارزښت درک کوي او په دې لړ کې د سیمه‌ییزو هیوادونو تر منځ د ترینګلتیا د کمولو او د هغو تر منځ د تفاهم د پیاوړي کولو لپاره له هرې لارې هڅه کوي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په مشخص ډول نه دې ویلي چې په دې غونډه کې به د طالبانو استازي هم ګډون کوي او که نه.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د مذاکراتو تر ناکامۍ وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي و چې د دواړو اړخونو تر منځ د شخړې د کمولو په موخه په ایران کې د یوې سیمه‌ییزې غونډې د جوړېدو شونتیا شته.

پاکستان او طالبانو په اکتوبر میاشت کې تر یوې اونیزې جګړې وروسته اوربند وکړ، مګر د دواړو اړخونو تر منځ د ترینګلتیا کچه لا هم لوړه ده.

تر دې شخړې وروسته د دواړو لورو تر منځ لارې تړل شوې او سوداګري او تګ-راتګ بند شوي.

پاکستان وایي چې تحریک طالبان پاکستان ډله د افغانستان له خاورې استفاده کوي او باید مخنیوی یې وشي، مګر طالبان دا ادعا ردوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه