ننګرهار کې ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او شپږ ټپیان شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

یو عیني شاهد غلام الله وایي، لومړۍ پېښه نن (سې شنبه، ٩ د مرغومي) د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره مومندرې ولسوالۍ ته څېرمه د ټوډي او ویکسار موټرو ترمنځ رامنځته شوې.

هغه زیاتوي، د پېښې په پایله کې موټر کې ناست دوه تنه د ژورو ټپونو له امله مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

دغه راز یوه بله سرچینه وایي، دویمه پېښه هم نن سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کونړ-جلال اباد پر لویه لاره د خېوې ولسوالۍ په «شګې» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، یو سراچه ډوله موټر د زیات سرعت له امله له سړکه وتلی او چپه شوی، چې له امله یې یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یي د سړکونو خراب وضعیت او د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته