ننګرهار کې د چورلکو نسکورېدل

ننګرهار کې د پوځ یوه چورلکه نسکوره شوې

ننګرهار ولایت کې سیمه ییزې امنیتي سرچینې وایي، د دې ولایت حصارک ولسوالۍ کې د پوځ دوو چورلکو ټکر کړی او نسکورې شوې دي.

ننګرهار کې د اطلاعات روز خبریال ته یوې سیمه ییزې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دغه پېښه بیګا شپه (سه شنبه، ۲۰ لړم) شاوخوا ۱۱:۵۰ دقیقو کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغو چورلکو د جګړې له سیمې د حصارک ولسوال په ګډون ځینې ځواکونه او پرسونل لېږدول، چې د پورته کېدو پر مهال یې یو بل سره ټکر کړی او پرېوتې دي.

د هېواد دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هوایي ځواک د MI-17 په نوم یوه چورلکه د پورته کېدو پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله نسکوره شوې. د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې یو عمله او یو پولیس وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې یواځې لس تنه ژوبل شوي او کوم چا په کې ژوند نه دی بایللی. د نوموړي په وینا، ټپيان د نورو چورلکو په واسطه کابل ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.