ننګرهار کې د «تور غر» په نوم ولسوالي رامنځته کېږي

ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین وایي، په پلان کې لري چې د دې ولايت په اداري تشکيلاتو کې د «تورغر» په نوم نوې ولسوالي رامنځته کړي.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر صدیق الله قریشي بدلون نن (سې شنبه،۱۰ د مرغومې) ویلي چې د ولسوالۍ رامنځته کېدو منظوري له مرکزه اخیستل شوې او اوس یې د ودانۍ جوړېدو او نورو مراحلو د ترسره کولو لپاره د سروې چارې روانې دي. 

د معلوماتو له مخې، «تورغر» د ننګرهار د سره‌رود او خوږياڼو ولسواليو ترمنځ اړوند سيمې دي چې د کابل – جلال‌اباد لويې‌لارې يوه برخه هم په کې شامله ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو هلمند، فراه، بغلان، فاریاب، سرپل، غور، بادغیس، پکتیکا، زابل، نورستان او کندهار کې نوې ۲۷ ولسوالۍ جوړېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته