کابل پکتیا

د سوېل ختیځ زون د لویو لارو خراب امنیتي وضعیت؛ وسله وال مساپر ښکته او ځان سره وړي

خبریال : حبیب الله سراب

په سویل ختیځ زون کې د پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو اوسیدونکي د ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ د لویو لارو امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښمن دي او وايي، د هوا له ګرمېدو سره سم د پکتیا – پکتیکا، لوګر- کابل او د پکتیا د ځینو ولسوالیو ترمنځ په غځېدلو لویو لارو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت نښتې رامنځته کیږي، چې له امله پرې تلونکي خلک له مالي او ځاني زیان سره مخ کیږي.

له پکتیا څخه پکتیکا ولایت ته غځېدلې لویه لاره چې د زرمت له نسبتا نا امنه ولسوالي تېریږي، په دې وروستیو کې د وسله طالبانو د فعالیتونو ډېرېدو له امله پرې دولتي کسان په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولی او وايي، د یادې ډلې وسله وال کسان په ځینو ساحو کې د تلاشۍ په موخه راوځي او له موټرو دولتي کسان ښکته کوي.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکی الهام نوري وايي، له دې وړاندې به خلکو د غزني ولایت له لارې پلازمینې کابل ته تګ راتګ کاوه او په خبره یې چې اوس هغه لاره په ټوله مانا د دولتي کسانو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د هوا له ګرمېدو سره سم د پکتیا او پکتیکا ترمنځ پرته لویه لاره هم له څه مودې راهیسې ناامنه شوې او د خلکو تګ راتګ پرې کم شوی دی.

هغه د پکتیا او پکتیکا ولایتونو له امنیتي مسوولینو د دې مهمې لارې د با امنه کېدو غوښتنه کوي او وايي، که په دې لاره د پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو پوستې ځای پر ځای شي، نو د خلکو شته ستونزې به ورسره هوارې شي.

الهام داسې وویل: «پخوا له پکتیکا – غزني ته خلک تلل او له هماغه ځایه به کابل ته سفر کاوه، خو هغه لاره اوس ډېره نا امنه ده، د پکتیا – پکتیکا لویه لاره په زرمت کې نا امنه ده، هلته هم اوس دولتي کسان چې د امنیتي ځواکونو کتار نه وي، حرکت نشي کولی، زمونږ له تندر قول اردو او د پکتیا او پکتیکا له نورو امنیتي ارګانونو غوښتنه کوو، چې د دې لارې امنیت تامین کړي.»

خلک غوښتنه کوي، چې پر دې لارو امنیتي پوستې جوړې شي.

د ګردیز ـ زرمت ترمنځ پر غځېدلې لویه لاره پراته افغان ځواکونه بیا د یادې لارې په اړه خلکو ته د پوره امنیت ډاډ ورکوي او وايي، چې د دوی ګزمې پر یاده لاره وخت ناوخت ترسره کیږي.

په دغه لاره د ملي پولیسو سرتېری احمد ولي وايي، پخوا په ځینو سیمو کې وسله وال طالبان راوتل، خو له کله راهیسې چې په دې سیمه کې د ملي اردو بېزونه جوړ شوي، طالبانو ته د هر ډول فعالیت مخه ډب شوې ده.

نوموړي وویل: «مونږ خپل ولس ته دا ډاډ ورکوو، چې ستاسو ځواکونه د دې لارې د امنیت ساتنې لپاره شپه او ورځ ولاړ دي او  امنیت مو ساتي، په لاره کې اوس هیڅ ستونزه نشته.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا د ځینو لرې پرتو ختیځو ولسوالیو اوسیدونکي له مرکز ګردېز سره د نهو ولسوالیو چې ګڼ خلک ورباندې تګ – راتګ کوي، وايي، له تېر اوړي راهیسې د میرزکې، احمدخېلو او لجې منګل ولسوالیو په ځینو سیمو کې د وسله والو طالبانو پلټن ځایونه موجود دي، چې له امله یې د حکومتي کسانو پر وړاندې لویې ستونزې جوړې کړې دي.

د ځاځي اریوب ولسوالي اوسېدونکی حضرت خان پیوند اطلاعات روز ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل، چې څه موده وړاندې د میرزکې ولسوالي اړوند په کړکین خوله سیمه کې د وسله والو طالبانو د تلاشۍ ځای و، چې په دې لاره به یې ټول ملکي موټر تلاشي کول او په کومو کسانو به یې چې شک راغی، د لجې منګل ولسوالي په دره کې به یې دننه بیول.

حضرت داسې وویل: «د نهو ولسوالیو لاره چې ډېره ویره ترې کیږي، په میرزکې ولسوالي کې د کړکین خوله ده، په احمدخېلو کې او هم په لجې منګل ولسوالیو کې دغه لاره په ځینو سیمو کې نا امنه ده.»

پر دې لارو تېرېدونکي وایي، وسله والو طالبان شکمن کسان له موټرو ښکته او له ځان سره یې وړي.

نوموړی وايي، که د کړکین، مندیاړې او د لجې منګل په خوله کې د امنیتي ځواکونو نور بېزونه هم ځای پر ځای شي، نو دغه لاره به تر ډېره د وسله والو طالبانو د ګواښونو څخه خوندي وساتل شي.

پیوند زیاته کړه: «مونږ چې کله ګردېز ته راځو، نو بیرته د تګ تمه نه لرو، ځکه وخت نا وخت وسله وال طالبان لارې ته راښکته کیږي او تلاشي کوي، دلته که امنیتي پوستې ډېرې شي، نه یوازې دا چې خلک به خوندي تګ او راتګ وکړي، بلکې د خلکو اقتصادي ستونزې به هم ورسره هوارې شي.»

په همدې حال کې بیا د ډنډپټان ولسوالي قومي مشر عبدالله وویل، چې دوی ګردېز ته په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي او په دې لاره کې ډیری داسې پېښې رامنځته کیږي، چې د سورلۍ له موټره هغه کسان ښکته کوي، چې د دولت پلوي شک یې ورباندې راشي.

عبدالله اطلاعات روز ته داسې وايي: «د خلکو سره ځکه د ګردېز- پټان لارې چې د ۹ ولسوالیو اوسیدونکي پرې تګ راتګ کوي اندېښنې زیاتې شوې، چې په دې لاره امنیتي پېښې رامنځته کیږي، قومي مشران ښکته کوي او که د دوی له مخوا مجرم وپېژندل شي، هلته ورباندې ډزې کوي، نو ښه دا ده، چې په دې لاره امنیتي پوستې زیاتې شي.»

د پکتیا د ولایتي شورا غړی جنت خان څمکنی هم په دې اړه اندیښمن دی او وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د یادو شپږو ولسوالیو اوسیدونکي به نور له ګڼو ستونزو سره مخ شي او ګڼ مخور او دولتي کسان به له لاسه ورکړي.

نوموړی پر وسله والو طالبانو غږ کوي، چې د سولې خبرو د بریالیتوب لپاره دې له جګړې او په لارو کې د ستونزو جوړلو لاس واخلي.

څمکنی وايي: «دا دوه ورځې وړاندې مونږ خبر تر لاسه کړ، چې د څمکنیو ولسوالي یو دولتي کارمن ګردېز ته را روان و، چې په لاره کې د وسله والو کسانو له لوري لوړی ښکته کړای شوی او وروسته یې وژلی دی، دغه لاره په تېر کې هم اته میاشتې د طالبانو له لوري د دولتي کسانو په مخ تړل شوې وه.»

د کابل – ګردېز ترمنځ لویه لاره په لوګر ولایت کې نا امنه ده، چې ډیری وخت پکې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې رامنځته کیږي، چې زیان یې ملکي خلکو او په دې لاره تلونکو مسافرو ته اوړي.

په دغه لویه لاره چې هره ورځ د پکتیا ، خوست او پکتیکا ولایت سلګونه موټر تګ راتګ کوي، مسافر او د يادو ولايتونو اوسېدونکي يې د امنيت په اړه اندېښمن دي.

د کابل – ګردېز ترمنځ لویه لاره په لوګر ولایت کې نا امنه ده، چې ډیری وخت پکې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کیږي.

موټر چلوونکی سیف الله وايي، وسله وال طالبان په بېلابېلو وختونو کې د محمد اغې ولسوالۍ په شاوخوا سیمو کې لویې لارې ته راوځي او یا هم له افغان ځواکونو سره وخت نا وخت په دې سیمو کې نښتې کوي.

سیف الله موټر چلونکی وايي: «مونږ چې کله په دې لاره سپرلي وړو او راوړو، نو ډيری وخت پرې طالبان او امنیتي ځواکونو نښته کوي، بیا په ساعتونو دغه لاره په لوګر کې تړل شوې وي، نو مونږ ډیر له مشکلاتو سره مخ یو.»

پر یاده لاره تلونکي مسافر جنت خان له امنیتي مسولینو غواړي، چې د دې مهمې لویې لارې امنیت دې خوندي او په هغو سیمو کې دې د افغان ځواکونو ګزمې ډېرې کړي، چې د طالبانو د راوتلو ګواښ په کې موجود دی.

جنت خان د پکتیا اوسېدونکی وویل: «پخوا به مونږ چې هر وخت وغوښتل پر همدې لاره به مونږ کابل ته تللی شوای، خو اوس ځکه نشو کولی، چې امنیتي وضعیت خراب دی، ډیر وخت طالبان په لوګر کې لویې لارې ته راوځي او خلک تلاشي کوي، په چا یې چې شک راشي، هغه له موټر ښکته کوي.»

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولین وايي، د دې زون په نا امنه سیمو کې یې د ملي او محلي اردو پوستې او بېزونه ځای پر ځای کړي دي، د یادې قول اردو قومندان برید جنرال میرویس صافي وویل، چې د سویل ختیځ زون  د لویو لارو او نورو سیمو د امنیت تامین لپاره یې شاوخوا ۱۱سوه سرتیري له نظامي زده کړو فارغ کړي، چې د په همدې نا امنه سیمو کې به په دندو وګمارل شي.

نوموړي اطلاعات روز ته وویل: «مونږ شاوخوا ۱۱ سوه سرتیري د دې لپاره فارغ کړل، چې دوی به په خوست، پکتیا او ځینو نورو هغو ولایتونو کې چې لویې لارې یې نا امنه دي او یا یې په سیمو کې د نا امنیو ډېرېدو اندېښنې شته په دندو وګمارل شي.»

په سویل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسوولین وايي، د دې زون په نا امنه سیمو کې یې د ملي او محلي اردو پوستې او بېزونه ځای پر ځای کړي.

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال نجیب الله سرتېر بیا وايي، چې د ګردېز – زرمت او ګردېز – پټان د لویو لارو په هغو سیمو کې چې له دې وړاندې په کې د طالبانو پلټنځایونه موجود و، امنیتي پوستې او بېزونه جوړ کړي دي.

سرتېر زیاته کړه: «مونږ شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ګډو عملیاتو پر مهال د میرزکې، احمدخېلو او لجې منګل ولسوالیو په ځینو سیمو کې چې مخالفینو هلته فعالیت درلود، عملیات ترسره کړل او په نتیجه کې مونږ هغوی ته د زیاتې مرګ ژوبلې سربېره په ځینو مهمو نقطو کې بېزونه ځای پر ځای کړل او خوشبختانه چې اوس هغه لاره له امنیتي تهدیدونو خوندي دی.»

د پکتیکا امنیه قومندان هم له خپلې ساحې د ډاډمن امنیت خبره کوي، سمونوال لطف الله کامران وايي، د ښرنې – زرمت لویه لاره پوره امن شوې او هلته نوي بېزونه ځای پر ځای شوي دي، نوموړي د غزني – پکتیکا ترمنځ د لویې لارې خلاصون په اړه هم ډاډ ورکړ.

کامران وویل: «د زرمت – ښرنې لویه لاره د پکتیکا په ساحه کې کاملا امن دی او زمونږ امنیتي ځواکونه د خپلې ساحې ترڅنګ د پکتیا لورته هم امنیتي ګزمې ترسره کوي او خلک ورباندې په ډاډه زړه تګ راتګ کوي، بله د غزني – پکتیکا ترمنځ لویه لاره به هم د زړورو امنیتي ځواکونو پرمټ خلاصه شي.»

د سویل ختیځ زون اوسېدونکي د لویو لارو په اړه په داسې حال کې اندېښنه لري، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو ځینې دولتي کسان له موټرو ښکته کړي او له ځانه سره یې بیولي دي.