اطلاعات روز: د کونړ ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د کونړ د مناګي برښنا بند ازمایښتي پیل وشو.
د کونړ والي محمد اقبال سعید نن (شنبه، ۲۸ د وري) اطلاعات رزو ورځپاڼې ته وویل، د مناګي برښنا بند اوږد مهاله ستونزه بالاخره حل او د نویو تجهيزاتو په نصبېدو یې په ازمایښتي تولید پیل وکړ.
ښاغلي سعید د برېښنا کوټ څخه د لیدنې په مهال د ازمایښتي تولید پیل له امله د کونړ ولس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ مسوولینو ته د برېښناکوټ د پاتې کارونو د ژر بشپړولو لارښوونه وکړه.
محمد اقبال سعید زیاتوي، د غه امتحاني پیل به د چک او تولید د وروستۍ مرحلې تر بشپړېدو دوام وکړي، ترڅو د برښناکوټ بشپړ ظرفیت مالوم او دایمي ګټنې ته اماده شي.
سعید زیاته کړه: «د کونړ د مناګي بريښنا بند چې له ډیر وخت راهیسې ورباندې کار روان و، نن یې د بریښنا ازمایښتي پیل و، د بند ځینې نورې چارې لاپاتې دي هغه به هم بشپړیږي.» یاد برښنا کوټ د ۲.۱ مېګاواټه برښنا د تولید ظرفيت لري، چې د مرکز اسعداباد سربېره به د وټه پور او پېج درې ولسوالۍ کلیو ته هم برېښنا لېږدوي.
