لغمان کې د والي پرضد لاریون؛ لاریونوال د والي ګوښه کېدل غواړي

اطلاعات روز: د لغمان د مرکز او ولسوالیو لسګونو اوسېدونکو د والي پر ضد لاریون کې له مرکزي حکومته د هغه د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه.

لاریون کوونکو نن (شنبه، ۲۸ د وري) د لغمان ولایت والي پر ضد شعارونه ورکول او پر هغه یې د فساد، غلا او د قومونو ترمنځ دبې اتفاقۍ تور لګاوه، لاریون کوونکو د کابل-جلال اباد لویه لاره هم د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

لاریونوالو له مرکزي حکومت د والي د لرې کیدو غوښتنه کوله او ټینګار یې کاوه که نوموړی له دندې ګوښه نه شي خپل اعتراضونه به کابل ته وغځوي.

د لاریون یو ګډونوال او قومي مشر حیات خان هوتک اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د لغمان والي د مرکز او ولسوالیو اوسېدونکو د ستونزو هواري لپاره هیڅ نه دي کړي او خپل وخت یې د قومونو ترمنځ په نفاق اچولو تیر کړی، دوی ټینګار کوي او وایي، والي مکلف دی چې د خلکوغوښتنو ته رسېدنه وکړي، خو برعکس له والي غوښتنې کېږي، خو اجراات نه کوي.

ملک حیات خان هوتک زیاته کړه: «د لغمان والي چې له کومې ورځې راغلی دلته په لغمان کې فساد، غلا، ناامني او نورې ستونزې زیاتې شوي چې له امله یې ولس له ګڼو ستونزو سره مخ دی. مونږ له مرکزي حکومت د والي د ګوښه کیدو غوښتنه کوو او پر ځای دې سم والي دې ولایت ته راولیږي.»

لغمانیان وایي، که یې غوښتنه و نه منل شي، خپل لاریون به تر کابله وغځوي.

د لاریون یو بل ګډونوال او د پشه یانو د شورا مشر قدرت الله رحیم وایي، که والي له دندې ګوښه نشي نو دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په خبره د یاد والي په راتګ سره لغمان کې د بیارغونې او نورو پرمختیایي پروژو کارونه څه ډول چې لازمه ده نه دي ترسره شوي او هم د قومونو ترمنځ نقاق د والي له امله ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دی.

د هغه په خبره ولس نور د یاد والي د پاتې کیدو زغم نه لري او له حکومت یې پر ځای د یو بل په کارپوه والي د ګمارل کیدو غوښتنه کوي.

د پشه یانو د شورا مشر قدرت الله رحیم زیاتوي: «مونږ نور د دې والي پاتې کیدل نه غواړو له حکومت یې د لرې کیدو غوښتنه کوو او ورڅخه د یو بل پوه والي د ګمارل کیدل غواړو دې والي د ولسونو ترمنځ نفاق اچولی او غواړي د لغمان ولسونه په منځونو کې سره په نفاق کړي چې نور دا حالت ولس ته د منلو نه دی، دې والي په لغمان کې د بیارغونې په برخه کې هم داسې کوم بنیادي کار نه دی کړی.»

په همدې حال کې د لغمان ولایتي چارواکي یاد لاریون د ځینو کړیو په لمسون بولي او وایې، د لاریون یو شمیر ګډونوال هغه کسان دي چې په دې وروستیو کې د ولایت مقام له لوري په دولتي ادارو کې د فساد د مخنیوي او ادارو کې د شفافیت رامنځته کیدو په موخه له دندو لرې شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د دې ولایت پر والي رحمت الله یارمل لګول شوي تورونه بې اساسه بولي او وایې، لاریونونه د ولس قانوني حق دی خو د شخصي ګټو لپاره هیڅوک نه شي کولی د دا شان لاریونونو له لارې څوک له دندې ګوښه کړي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي زیاته کړه: «کوم لاریون چې ترسره شوی دا هغه کسان دي چې د ولایت د مقام له لوري په دې وروستیو کې د فساد د مخنیوي او لا په ادارو کې د شفافیت د رامنځته کیدو په موخه له دندو ګوښه شوي او اوس یې لاریون کړی خو هغه څه چې دوی پر والي تور لګوي ټول بیځایه تورونه دي او هیڅې یې د شخصي ګټو په موخه دا لاریون کړی دی.»

لاریون کوونکو لنډ مهال د کابل – جلال اباد لویه لار د ترافیکو پرمخ تړلې وه او ټینګار یې کاوه که حکوت یې غوښتنې ونه منل شي نو خپلو لاریونو ته به دوام ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه