ننګرهار

جلال اباد ښار کې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د یوې کورنۍ ۸ غړي په ډله ییز ډول وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي واکي، دا پېښه تېر ماخوستن (شنبه، ۲۸ د وري) ۹ بجې د تراویح لمانځه پرمهال رامنځته شوې ده.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د لومړنیو مالوماتو له مخې، پېښه د جلال اباد ښار د ۹مې ناحیې اړوند د نغلو په سراچه علي خان سیمه کې د شخصي ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځته شوې ده.

د ښاغلي امرخیل په خبره د پېښې په قربانیانو کې د حاجي عبدالوهاب په نوم د یو تن پنځه زامن او درې ورېرونه شامل دي.

امرخیل زیاتوي: «متاسفانه تیره شپه د جلال اباد ښار د سراچه نغلو سیمه کې د تراویح لمانځه پرمهال د یوې کورنۍ ۸ غړي په ډزو وژل شوي دي. دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې.»

چارواکي وایي، هڅې یې پیل کړي چې د پېښې عاملین ونیسې.