اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت د ښېوې ولسوالۍ امنیه قوماندان په یوې چاودنه کې ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ښېوې ولسوالۍ د امنیه قوماندان پر موټر دغه چاودنه نن (یکشنبه، ۲۹ د وري) غرمه مهال شاوخوا یوولس نیمې بجې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند «شاه برهان اغا» سیمه کې شوې ده.
هغه وایي، چې په دې پېښه کې د ښېوې ولسوالۍ امنیه قوماندان احمد فهیم ټپي شوی او بل چاته زیان نه دی رسیدلی.
خوږیاڼي زیاته کړه: «چاودنه نن غرمه مهال د جلال اباد شار اتمه ناحیه کې د ښېوې ولسوالۍ امنیه قومندان باندې شوې چې نوموړی په کې ټپي شوی دی.»
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.