خبریال: حبیب الله سراب
صنعتي پارک، جمنازیوم، د ګردېز – زرمت سړک، مچلغو بند، سړې خونې، حلقوي سړک، د کرکټ لوبغالی، بالاحصار او د څمکنیوـ جانیخېلو سړک هغه لویې پروژې دي، چې چارې نیمګړې، سستې او یا هم ورباندې هیڅ کار نه دی پیل شوی، د پکتیا اوسېدونکي وايي، په دې داسې پروژې هم شته، چې له کلونو راهیسې یې د جوړېدو کار نه دی بشپړ شوی او یا هم د ځینو امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله په ټپه ولاړې دي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې د ډېر شمېر پروژو چارې په هغه وخت کې پیلیږي، چې د کار موسم یې نه وي.
مدني فعال سیدجمال الدین اصف خېل وايي، د ولایتي چارواکو د نه پاملرنې له امله د هغو پروژو چارې چې پخوا باید بشپړې شوې وای، تر سره شوي کارونه یې هم د له منځه تلو په حال کې دي، نو په دې برخه کې له مرکزي ادارې غوښتنه کوي، چې د بیا رغونې برخه کې پکتیا ته پام وکړي.
نوموړي وویل: «مونږ په پکتیا کې داسې ګڼې لویې پروژې لرو، چې یا یې چارې د امنیتي ستونزو له امله درېدلې دي او یا هم پکې فساد شوی وي، ښه بېلګه یې د مچلغو بند ورکولی شو، چې له کلونو راهیسې د دې بند د جوړېدو ژمنې شوې، خو بیا پکې فساد وشي او چارې یې په ټپه ودرېږي، نو مونږ پکتیاوال له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوو، چې کړې ژمنې په ښه ډول عملي کړي.»
دوی په رغونې برخه کې لوړ پوړي مسوولین له پکتیا سره په دوه ګوني چلند تورنوي او وايي، که یې غوښتنې ونه منل شي، مجبور دي، په مدني حرکتونو لاس پورې کړي.
د مرکز ګردېز اوسېدونکی مصطفی ګردېزي داسې وویل: «په دې نوي کال کې د رغنیزو پروژو د کار لپاره مناسب دي، نو کومې پروژې چې نیمګړې دي، دا باید بشپړې شي او که بشپړې نشي، نو مونږ مجبور یو، چې د ولایتي او مرکزي چارواکو پر وړاندې غږ پورته کړو.»
په همدې حال کې د پکتیا د ولایتي شورا ځینې غړي هم په مرکزي او ولایتي چارواکو له دې امله نیوکه کوي، چې په رغونه برخه کې یې له پکتیا والو سره کړې ژمنې ندي عملي کړې.
د یادې شورا غړی ممتاز کرخېل اطللاعات روز ورځپاڼې ته په خبرو کې وویل، چې ولسمشر او د وخت والیانو له دوی سره د ګڼو پروژو ژمنې کړې، خو تر اوسه یې ورباندې عملي اقدام ندی کړی.
ممتاز کرخېل داسې وايي: «دا کومه نوې خبره نده، له مونږ سره تل د وخت والیانو او ولسمشر د رغنیزو پروژو په برخه کې ژمنې کړې، والیان چې دلته نوي راغلي، دوی د معرفت په لومړۍ ورځ ژمنې کړې، چې پروژې به پکتیا ته راوړي، خو وروسته بیا هیڅ هم نه وي، غوښتنه مو دا ده، چې دلته د رغونې برخه کې کار وشي.»
په مرکز ګردېز کې صنعتي پارک هغه پروژه ده، چې یو نیم کال وړاندې یې د پخواني والي شمیم خان کټوازي په وخت کې د بنسټ ډبره کېښودل شوه، دا پارک چې د ۳۵۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې جوړیږي، اوس د ځمکې په سر د قومي ستونزو له امله یې د رغېدو کار په ټپه ولاړ دی.
په دې ولایت کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر ډاکټر نصیر عالمیار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دې پارک د چاردېوالي کار هم نیمايي ترسره شوی دی، خو اوس ورباندې د سیمې خلکو اعتراض کړی، چې د دوی په شخصي ځمکه باندې یې د پارک جوړېدو کارونه پیل کړي دي.
عالمیار وايي: «شمیم خان والي و، مونږ چې کله د رباط په سیمه کې د صنعتي پارک د بنسټ ډبره کېښوده، نو مونږ دا تمه درلوده، چې د دې پارک کارونه به ژر او په منظم ډول ترسره شي، خو اوس پکې قومي ستونزه راپورته شوې، د سیمې خلک وايي، دا ځمکه د دوی پلرنۍ ده او پارک ته به اجازه ورنکړي، نو چارواکي باید دې ستونزې ته د حل یوه مناسبه لاره ولټوي.»
په مرکز ګردېز کې ورزشي جمنازیوم بله هغه رغنیزه پروژه ده، چې د هغې هم شاوخوا یو نیم کال وړاندې د پکتیا د شمیم خان کټوازي په وخت کې یې چارې پیل شوې او په هماغه مهال ژمنه شوې وه، چې ټول کارونه به یې د یو کال په موده کې بشپړیږي، خو اوس ورزشکاران وايي، له ټاکل شوې مودې څه باندې اووه میاشتې تیریږي، چې یوازې یې د تهداب تېږه لګول شوې او پاتې کارونه یې اوس د نامعلومو دلایلو له امله په ټپه ولاړ دي.
په سوېل ختيځ زون کې د اندام ښکلا او فټنس فدراسيون مشر شريف منګل د ياد ورزشي ځای د چارو پر نه کېدو کلکه نيوکه کوي او وايي چې دولت تر دې دمه ورته هېڅ اسانتياوې نه دي برابرې کړې.
منګل اطلاعات روز ته وویل: «مونږ سره د ورزش په برخه کې زیاتې وعدې راکړل شوې دي، خو له نورو ژمنو یې تېر یو، جمنازیوم چې مونږ فکر کاوه کار به یې په ټاکلې نېټه ترسره شي، هغه هم یوازې د تهداب ډبره یې لګول شوې ده، باور وکړئ، چې د نورو ولایتونو ورزشکارانو ته مونږ داسې مناسب ځای نلرو، چې دوی د لوبو لپاره را وغواړو او یا یې مېلمه پالنه وکړو.»
په دې ولايت کې ورزشي آمریت مسوولین هم د جمنازيم د چارو ځنډ مني او وايي ياد جمنازيم په کانکريټي ډول جوړېدل منظور شوي و، د یادې برخې آمر ګل کریم سحر وايي، د دې لپاره چې په جنازیوم کار ژر پیل شي، ستونزه یې په مکتوبي شکل څو ځله په مرکز کې له اړونده ادارو، د ولسي جرګې له استازو او دلته په پکتیا کې له ولایتي چارواکو سره شریکه کړې، خو د ده په خبره چې تر اوسه ورباندې عملي اقدام ندی شوی.
سحر وویل: «زه د ورزشکارانو ستونزې منم، ما تر خپله وسه دا هڅه کړې، چې د جمنازیوم کارونه باید نور شروع شي، زمونږ لوی ریاست ته مو مکتوبونه لیږلي، همدا شان مو بار، بار دا ستونزه په مکتوبي ډول له والي سره شریکه کړې ده او د دې تر څنګ مو په ولسي جرګه کې د پکتیا له استازو سره هم خبرې کړې، خو هیڅ مثبت څه لاسته ندي راغلي.»
په دې ولایت کې د مچلغو بند بله هغه لویه رغنیزه پروژه ده، چې اوس ورباندې کار روان دی.
په همدې پروژه د هیواد د لومړني ولسمشر سردار داود خان له واکمنۍ پیل د پخواني ولسمشر حامد کزي تر واکمنۍ پورې د څه باندې یو میلیارد افغانیو مصارفو سربېره شاوخوا ۱۶۰ امنیتي ځواکونو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده، خو چارې یې په هماغه وخت کې تر یوې سلنې هم کمې ترسره شوې وې.
د اوسني ولسمشر محمداشرف غني په راتګ سره که څه هم په لومړیو کې د یاد بند د جوړیدو پر وړاندې خنډونه موجود و، خو له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې یې چارې د پام وړ چټکې شوې دي. خو اوس بیا د سیمې اوسېدونکي د بند له روانو چارو خوښ نه دي او وايي، په ډېر سست ډول یې کارونه پر مخ روان دي.
په احمد ابا ولسوالي کې د مچلغو بند سیمې اوسېدونکی محمد اجمل وايي، اوس مهال په دې پروژه کې یوازې یو سکواټور ماشین کار کوي، چې په خبره یې هغه هم ډېر وخت ولاړ وي.
اجمل وویل: «څه موده وړاندې یې کارونه ښه روان و، خو اوس چې مونږ وینو، نو په سیمه کې یوازې یو بوکلاین ماشین کار کوي، نو هیڅ ماشینګري نه لیدل کیږي، مونږ دا وېره هم لرو، چې خدای مه کړه، ټېکدار ونه تښتي او بله مسله دا ده، چې هغه ترسره شوي کارونه چې مونږ یې وینو د دې کیفیت هم خراب دی»
د مچلغو بند د ساتنې او له چارو څخه یې د نظارت مسوولیت د وسله والو طالبانو په غاړه ده، د دې بند په سیمه کې د احمد ابا ولسوالي لپاره نظامي ولسوال چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، اطلاعات روز ته وویل، چې د دوی وسله وال کسان وخت نا وخت د بند له کارونو څارنه کوي او په خبره یې چې د هغو کسانو مخه یې هم نیولې، چې غوښتل یې د بند د چارو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
د پکتیا په احمدابا والسوالي کې د طالبانو نظامي ولسوال وویل: «زمونږ د اسلامي امارت مجاهدين له دې بند په خپل وخت څارنه کوو، دلته چې کومې پوستې وې، دا مونږ فتحه کړې او هیڅوک دې ساحې ته نشي راتللی، چې د بند د کار پر وړاندې خنډونه جوړ کړي، مونږ ولس ته ډاډ ورکوو، چې د بند کار به ښه په مخ روان وي.»
که څه هم په پکتیا کې د ډیری لویو رغنیزو پروژو پر وړاندې لوی خنډ امنیتي ستونزې او د وسله والو طالبانو مخالفت بلل کیږي، خو د احمدابا همدا نظامي ولسوال بیا وايي، چې له هغو پروژو سره همکار دي، چې ګټه یې عام ولس ته رسیږي.
نظامي ولسوال وايي: «په پکتیا کې مونږ د هیڅ کومې داسې پروژې مخالفت نه کوو، چې هغه دې د عام ولس په خیر وي، ځینې پروژې دي، چې زمونږ تر واک لاندې ساحو کې ورڅخه ستونزې جوړېدای شي، مونږ خپلو ملګرو ته ویلي، چې د عامه پروژو پر وړاندې به ستونزې نه جوړوئ.»
د دغه بند چارې چې د جمهوري رياست د عملياتي ادارې له لوري ترسره کیږي، مسولین یې وايي، د بند چارې له کومو امنیتي او تخنیکي ستونزو پرته مخته روانې دي او د دوی په وینا چې شاوخوا ۱۴ سلنه کار یې بشپړ شوی هم دی.
د یادې ادارې ولایتي مسوول انجینر جاوید احمد هجرت اطلاعات روز ته د خلکو دا ادعا چې روانې چارې په ښه کیفیت نه ترسره کیږي، ردوي او وايي، د بند کارونو په اړه چې مسلکي کسان ونه اوسي، عام خلک ورباندې نشي پوهېدلی.
هجرت زیاته کړه: «ولس خو هتما په کار نیوکه کوي، خو د بند په چارو هغه څوک ښه پوهېدای شي، چې هغوی په دې برخه کې مسلکي وي او مطالعه ولري، مونږ اوس په ډېر ښه ډول مخکې روان یو، ۱۴ سلنه چارې بشپړې شوې او د کار پر وړاندې مو هیڅ کومه امنیتي ستونزه ندی موجوده.»
په ګردېز کې د سړو خونو کمپلیکس چې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړیږي، د دې پروژو کار هم په نیمايي کې په ټپه ولاړ دی، چې د کار ځنډ لامل یې تر اوسه ندی معلوم.
په همدې حال کې څمکنیو او جانیخېلو ولسوالیو ترمنځ غځېدلې ۲۱ کیلومټره لویه لاره چې له ځايي خلکو سره یې بار بار د پخېدو ژمنې شوې، خو تر اوسه ورباندې عملي کار ندی پیل شوی.
د ګردېز – زرمت سړک د پخېدو چارې که څه هم تر یوې اندازې بشپړې شوې، خو په دې وروستیو کې یې ځايي خلک له کارونو خوښ ندي او وايي، ډېر کله ورباندې کار نه ترسره کیږي.
د دې ټولو پروژو په اړه د پکتیا ولایتي بیا وايي، په دې ولایت کې هیڅ نیمګړې پروژه شتون نلري او که وي هم کارونه یې بل کال ته ځنډېلي دي.
د پکتیا والي حلیم فدايي زیاتوي، چې په دې ولایت کې داسې پروژې هم شته، چې کارونه یې باید په شپږو کلونو کې بشپړ شي، نوموړی ډاډ ورکوي، چې روان کال به د ملي بودېجې له مخې په نورو ګڼو پروژو هم کار پیل شي.
ښاغلي فدايي وویل: «مونږ په پکتیا کې هیڅ داسې نیمګړې پروژه نلرو، خو ځینې داسې پروژې دي، چې د هغوی باید کارونه که په یو کال کې بشپړ نشول، بل کال ته د هوا سړېدو له امله ځنډیږي، داسې پروژې هم لرو، چې هغه باید په درې یا پنځو کلونو کې بشپړې شي، نو مونږ خو دې ته نیمګړې پروژه نشو ویلی، بله مسله د نورو پروژو په اړه ده، مونږ سږ کال په ملي بودیجه کې ښيې پروژې لرو، چې پکتیا کې به یې کارونه پیل شي.»
یو بل شرکت ته د پروژو سپارل نه یوازې د فساد لامل ګرځي، بلکې د همدې پروژې پر کیفیت هم منفي اغېز کوي.
د پکتیا ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي روان موسم د رغینزو پروژو د کار لپاره مناسب بولي او غوښتنه کوي، چې نیمګړې پروژې پکې بشپړې او د نویو یې باید کارونه پیل شي.