اطلاعات روز: د هلمند امنيه قوماندانۍ په بېلا بېلو عملياتو کې د سلګونه کيلو ګرامه نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ څخه نن (دوشنبه،۲۹د چنګاښ) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې مديريت پوليسو د باغران او ناومېش ولسوالیو کې د ځانګړو عملياتو پرمهال ۱،۴۱۰ کیلو ګرامه نشه یي توکي نيولي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې په دې نشه يي توکو کې بېلابېل نشه یي توکي او د پروسیس وسایل شامل دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، تراوسه د یادو نشه یي توکو په تور څوک نه دي نیول شوي خو چارواکي یې په اړه د پلټنو خبره کوي.
د هلمند په ګډو په ډېریو ولایتونو کې د نشه يي توکو پېر او پلور یوه لویه ننګونه ګڼل کېږي.
