اطلاعات روز: د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د یوه عمومي ملکي روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې.
د یاد وزارت لپاره د طالبانو وزیر مولوي نور جلال جلالي نن (سه شنبه،۳۰ د چنګاښ) د دې روغتون د چارو د پیل پرمهال ویلي، چې دا روغتون د عامې روغتیا وزارت پر نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو پراختیايي بودیجې جوړېږي.
د جلالي په خبره، ټاکل شوې چې د یاد روغتون رغنیزې چارې یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.
نوموړي یاد روغتون د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې له هغه روغتونونو بولي چې چارې یې په زیاتره ولایتونو کې پیل شوې دي.
په کندهار کې د یاد روغتونو د جوړېدو چارې داسې مهال پيلېږي، چې په افغانستان کې روغتیايي سیسټم له پراخو ننګونو سره مخ دی.
