هرات کې ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په اوبې ولسوالۍ کې یو قومي مشر ناپېژانده وسله والو وژلی دی.
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې تېره ورځ (چهارشنبه،۳۱د چنګاښ) غرمه ۱۲:۰۰ بجې د هرات اوبې ولسوالۍ په مربوطاتو کې مخ پتو وسله والو د جمعه ګل ساغري په نامه یو قومي مشر په ډزو وواژه او بریدکوونکي له سیمې تښتېدلي دي.
د سرچینې په وینا، یاد قومي مخور د ولسوالۍ له مرکز څخه خپل کور ته روان و، چې د اوبې ولسوالۍ د طالبانو د استخباراتو له ادارې شاوخوا سل متره واټن کې پرې برید شوی او وژل شوی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې جمعهګل ساغري د جهاد د دورې یو پخوانی قوماندان او د ملا میرحسن کلي اوسېدونکی و او د اوبې ولسوالۍ په بازار کې دوکان درلود.
سرچینه همدارنګه وایي چې د نوموړي وراره د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت کارکوونکی و.
تر اوسه د دې وژنې انګېزه او عامل نه دي معلوم شوي.
د هرات سیمهییزو طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
تېره اوونۍ هم د وکیل احمد فیضي په نوم یو بل سیمهییز مخور د هرات ښار د باباحاجي په سیمه کې د وسلهوالو کسانو په برید کې وژل شوی و. هغه د پخواني جهادي قوماندان اسماعیل خان له نږدې کسانو څخه ګڼل کېده.
وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځینې قومی مشران او دیني عالمان وژل شوي، چې د ځینو د وژلو پړه وسله والو پر غاړه اخیستې او ځینې دا ډول بریدونه یې رد کړي دي.
