طالبانو له سوداګرو، پانګهوالو او د هېواد له نورو اوسېدونکو غوښتي چې د نورستان له سېلابځپلو سره خپلې مرستې لا زیاتې کړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن (پنجشنبه، ۱د زمري) ویلي، د دې ډلې تر واک لاندې ادارو د لومړۍ ورځې راهیسې د خلکو د ژغورنې لپاره هڅې پیل کړې او زیانمنو شویو ته د لا ډېرو مرستو بهیر دوام لري.
هغه زیاته کړې چې تر اوسه په دې ولایت کې د سېلابونو له امله ۲۴ کسان مړه شوي او ۸۵ نور ټپیان دي.
د ذبیحالله مجاهد په وینا، په مړو شویو کې د پارون ښار لپاره د طالبانو ښاروال او د نورستان ولایت د یوه کنډک قوماندان هم شامل دي.
د نورستان ولایت مرکز، پارون ښار او شاوخوا کلیو یې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو شاهدان وو.
په پارون ښار کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله پراخه ویجاړۍ رامنځته شوې، او د طالبانو د والي دفتر د اوښتو زیانونو کچه شاوخوا ۳۶ میلیونه ډالره اټکل کړې ده.
