اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د یوه کور نړېدو پېښه کې د یوې کورنۍ پنځو کسانو ژوند بایللی دی.
د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیقالله قریشي وویل، پېښه تېره شپه (پنجشنبه،۱د زمري) د جلال اباد ښار اړوند «افغان مېنې» سیمه کې د باران او د کور د زوړوالي له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره، په یاده سیمه کې د یوه ځایي اوسېدونکي د کور د خونو د نړېدو له امله د هغه د کورنۍ د پلار او زامنو په ګډون پنځه کسانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی دی.
له دې وړاندې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې هم د یوه کور د نړېدو په پېښه کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
